افغانستان

بغلان کې چاودنې د ملي اردو قوماندان په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): شېبه مخکې د بغلان ولايت برکه ولسوالۍ کې يوې چاودنې د برکه ولسوالۍ د عملياتو قوماندان او د يو پخواني جهادي قوماندان په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د بغلان ولايت امنيه قوماندانۍ وياند جاويد بشارت رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل،
چې چاودنه نن له غرمې مخکې ۱۱:۱۵ برکه ولسوالۍ کې شوې ده.

بشارت زياته کړه، چې ياده چاودنه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، مګر د پېښې د تلفاتو کره شمېر نه دی معلوم.

د برکه ولسوالۍ ځايي خلک وايي، چې ياده چاودنه کې د برکه ولسوالۍ د نظامي عملياتو قوماندان شاه محمد او پخوانی جهادي قوماندان دين محمد پهلوان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کلابنده کړې او د پېښې ځای ته څوک نه ورپرېږدي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x