افغانستان

اشرف غني د نا امنه ولایتونو والیان بدلوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په کابل او نورو ولایتونو کې د امنیتي پيښو د زیاتیدو له کبله ګمان کیږي چې د کابل د امنیه قومندان په څېر به نور جګ پوړي چارواکي هم خپلي دندې وبایلي او استعفاء به ځیني وغوښتل شي.

د کابل نوي چارواکي وايي چې د طالبانو له خوا د بریدونو د زیاتېدو له کبله ولسمشر اشرف غني اراده لري چې یو شمېر جګ پوړي پوځي او ادارې چارواکي له خپلو دندو وشړي او پر ځای یې نور وټاکي.

باید وویل شي چې تیره ورځ د کابل امنیه قومندان جنرال محمد ظاهر له خپلي دندې وروسته تر هغه وشړل شو، کله چې په کابل کې پر لپسې لويې چاودني او وسلوال بریدونو وشول، چې له کبله یې د امریکايي عسکرو په شمول د برتانوي سفارت کارکوونکي او د جنوبي افریقا د یوې مؤسسې کارکونکي هم ووژل شول.

د نوموړي پر ځای عبد الرحمن رحیمي وټاکل شو، چې تر دې وړاندي د بلخ ولایت امنیه قومندان وو.

د ګارډین ورځپاڼي په حواله د اروپايي اتحادیې خصوصي نماینده په کابل کې ورته ویلي، چې د اشرف غني په نظر په پوځ کې ډیرو اصلاحاتو ته اړتیا شته او له پوځي پرسونل سره باید په چلند کې له سره غور وشي.

د ولسمشر غني ویاند نظیف الله سالارزي ویلي چې ولسمشر په راتلونکو دوو- درو میاشتو کې غواړي د شمالي ولایتونو لکه کندز او بادغیس والیان بدل کړي او په همدې توګه د غزني، ننګرهار او هلمند ولایتونو والیان به هم بدل کړي، چې پر ځای به يې نور دولتي چارواکي وګمارل شي.

د ګارډین ورځپاڼي په وینا په کابل او یادو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو د ولسمشر اشرف غني پر نوي ادارې باندي فشار زیات کړی، چې له کبله یې نوموړی اړ شوی چې د پوځي ادارو پر ټول پلان ګزاري، عملیاتو او ستراتیژیو بیا له سره غور وکړي.

باید وویل شي چې اشرف غني د خپل رسمیت په دويمه ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې له کبله یې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د طالبانو کلک غبرګون را وپارید او د تیرو څو میاشتو په پرتله په دې وروستیو کې امنیتي پيښي زیاتي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x