روغ لیونی: په لوګر کي درې ترکي انجینران تښتول شوي دي

tu-flagنن ټکی آسیا: د کابل – لوګر پر لویه لاره د سرک د جوړوني د یو شرکت ۳ تنه ترکي انجینران تښتول شوي دي.

په دغه اړه د لوګر امنیه قوماندان غلام سخي (روغ لیونی) ویلي چي د تیري یکشنبې په ورځ درې ترکي انجینران چي د کابل څخه د پکتیا د مرکز ګردیز په لور روان وه، د لوګر د مرکز پول علم اړوند د بابوس په سیمه کي د نا څرګندو وسله والو له خوا وتښتول شوه.

روغ لیوني ویلي چي د تښتول شوو انجینرانو موټر د بابوس په سیمه کي موندل شوی دی، او هغه ځای هم په نښه شوی دی چيری چي دغه انجینران ساتل کیږي، او د راخوشي کولو لپاره يې عملیات پیل کړي دي.

د یادوني وړ ده چي څه موده مخکي هم ۵ ترکي انجینران د پکتیا په ولایت کي تښتول شوي وه، او تر اوسه يې د مرګ او ژوند درک نسته، او نه چا دهغو د تښتولو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د