افغانستان

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر استعفا رد شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر استعفا چې پرون یې د یو لړ فشارونو له امله کورنیو چارو وزارت ته وړاندې کړې وه، نن دوشنبه د لیندۍ پر ۱۰مه بېرته رد شوه.

د کابل ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ویلي چې جنرال ظاهر بېرته خپلې دندې ته راغی او استعفا یې رد شوه.

حشتمت ستانکزي ویلي چې «امنیتي چارواکو د نوموړي استعفا ونه منله».

جنرال ظاهر تر هغه وروسته استعفا ورکړه چې د کورنیو چارو وزارت لخوا پر نوموړي فشار راوړل شو چې له دندې استعفا ورکړي او د امنیه قومندانۍ ویاند هم دا تایید کړه چې یوه اونۍ وړاندې کورنیو چارو وزارت له نوموړي استعفا غوښتې وه.

په تېرو ۱۶ ورځو کې طالبانو یواځې په کابل کې پر بهرنیو ځواکونو اډو، میشتنځایونو، میلستونونو او د ملي اردو پر عسکرو ۱۱ بریدونه کړي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړي د استعفا سره سم سمونوال عبدالرحمن رحیمي د کابل امنیه قومندان وټاکل شو.

نوموړی د عبدالله عبدالله د نېږدې پلویانو څخه ګڼل کیږي او وروستي فشارونه  هم د ولسمشر اشرف غني لخوا پرې غیرمستقیم راوړل شوي وه.

کارپوهان وايي چې د حالاتو څخه ښکاري چې عبدالله عبدالله پر کورنیو چارو وزارت فشار راوړی چې استعفا يې ونه مني او نوموړی پر خپلې دندې پریږدي. جنرال ظاهر په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په ګټه د ټاکنو د دار الانشا رییس ضیاء الحق امرخیل له دې منع کړ چې یوې سیمې ته د رایو صندقونه ویسي او امرخیل یې په درغلۍ تورن کړ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x