افغانستاننړۍ

پنټاګان: «خپل جنګې خنزیران له افغانستانه، عراق ته لیږدوو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳): د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوی هغه الوتکې چې په افغانستان کې د وسلوال مقاومت په خلاف کاریدلې او ځمکني خنزیران نومېږي عراق ته لېږي.

پنټاګان وايي چې دوی به ځمکني خنزیران به په عراق کې د اسلامي دولت د وسلوالو په خلاف په جګړو کې برخه واخلي.

دغه الوتکي چې د ځمکني خنزیر نوم ورکړل شوی، ډېرې پرمختللې جیټ الوتکي دي، چې د هوا څخه خپل هدف ډېر په اسانۍ سره په نښه کولای شي او ډېر وخت په هوا کې پاته کیدلای شي.

پر دې سربېره ځمکني خنزیران ځمکي ته نیژدې پرواز کولای شي او په داسي وخت کې چې یوه برخه يې وویشتل شي بیا هم پرواز ته ادامه ورکولای شي د نورو الوتکو په څېر ژر په ځمکه نه را پریوځي.

ددې الوتکي (A-10 Warthog) نوري ځانګړتیاوي هم ډیري دي او د امریکايي هوايي ځواک تر ټولو پیاوړي او پرمختللي الوتکي بلل کیږي.

ددې تر څنګ به د افغانستان څخه یو شمیر ډرون الوتکي هم عراق ته انتقال کړل شي چې هلته د اسلامي دولت د جنګیالو په خلاف جګړه کې برخه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
amin

سم کار یی کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x