افغانستان

په نورستان کي د سهار راهیسي جګړه راونه ده

nuristan_15نن ټکی آسیا: نن یو شمېر طالبانو د نورستان ولایت اړوند د چتراش په سیمه کي پر دولتي ودانیو او پوستو پراخ بریدونه پیل کړه، چي د ځینیو رسنیو له قوله لا اوس هم دوام لري.

د نورستان والي جمال الدین بدر ویلي چي نن سهار طالبانو د چتراش په سیمه کي په یوه ستره دولتي ودانۍ خورا پراخ برید وکړ، چي تر مازیګره جګړې دوام وموند، والي وویل چي دغه سیمي ته د نور پولیس هم استول شوي دي، خو ځکه چي دغه یو لیري پرته سیمه ده، او کوم سرک هم نه دی ورغځیدلی، نو ځکه به دولتي قواوي ناوخته ور ورسیږي.

نومړي وویل که د کابله نورستان ولایت ته نور پولیس وانه ستول شي، نو په نورستان کي به امنیتي وضعه نوره هم خرابه شي.

د نورستان امنیه قوماندان شمس الرحمن زاهد هم ورته څرګندوني کړي، او د حکومت څخه یي غوښتنه کړې چي نور پولیس دغه ولایت ته واستوي، او ویلي يي دي چي کیدای شي د نورستان واما ولسوالۍ د طالبانو په لاس ورسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې جګړې په اړه وویل چي طالبانو د پارون په اړوندو سیمو کي د پولیسو پر څلورو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چي په ترڅ کي يې څلور تنه پولیس مړه او شپږ تنه نور ټپیان شول.

مجاهد وویل چي په دغه بریدونو کي دوه تنه طالبان هم ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x