افغانستان

واشنګټن پوسټ: د طالبانو دومره زورور بریدونه په تېره لسیزه کې ساری نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د طالبانو د بریدونو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه تبصره کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې د طالبانو له لوري په کابل کې د سرتيرو بریدګرو په وسیله د بهرنیانو په دفترونو ګڼ بریدونه د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو تر اوسه پورې بې ساري ګڼل کېږي.

د واشنګټن پوسټ د لیکنې له مخې سره له دې چې په کابل کې چارواکي د هېواد حالات ښه ګڼي او په مرکز کې د غربیانو پر روزل شویو عسکرو سربېره ګڼ بهرنیان هم مېشت دي، خو د طالبانو پرلپسې بریدونه د دوی د زور ښکارندوی دي.

وړاندې تردې به په سړه هوا کې د طالبانو بریدونه ورو ـ ورو کمزوري کېدل، خو سږ کال د نورو کلونو پر خلاف لا هم حملې ګړندۍ روانې دي. واشنګټن پوسټ وايي چې د هوا له سړښت سره ـ سره کابل د خونړیو بریدونو مرکز ګرځېدلی دی.

د ورځپاڼې په قول دا ډول بریدونه د ناټو او مریکا لپاره خورا خطرناک دي، خو پر دې سربېره يې د طالبانو له لوري د کابل نیول ناممکن ګڼلي.

واشنګټن پوسټ په تبصره کې د طالبانو د بریدونو ډېرښت د امنیتي تړون غچ اخیستنه بولي او هم وايي چې ښايي دغه بریدونه به د لندن په کنفرانس کې هم بې اغېزې نه وي.

یاده دې وي کابل په تېرو دوو اوونیو کې د تر لسو ډېرو سرتیرو بریدونو شاهد و، پر دې سربېره د هلمند په شوارب پنډغالي کې د طالبانو ډله ییز برید په سږ کال کې تر ټولو اوږد، خونړی، زیانمنوونکی او اندېښموونکی برید ګڼل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x