ورزش

رونالډو: نیمار به د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړۍ شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د برازیل هیواد تر ټولو غوره لوبغاړۍ رونالډو ویلي چې د برازیل لوبډله د استعداد نه شتون له خنډ سره مخ شوی و خو اوس د نیمار په شتون به نور دغه مشکل نه احساسیږي.

نیمار د برازیل لوبډلې یو له پیاوړی لوبغاړو څخه ده چې اوسمهال د برازیل ملي لوبډلې سربیره د بارسلونا مشهوره شخصي لوبډله کې هم لوبیږي.
اوسمهال کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي د فوټبال نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي دي خو نیمار اوس ډیره تجربه نه لري او د دې درجې حاصلولو لپاره ډیر وخت ته اړتیا لري.

برازیل ملي لوبډلې پخوانۍ تکړه او پیاوړۍ لوبغاړی رونالډو خپل یوې مرکې کې ویلي چې د برازیل ملي لوبډله د استعداد او ادارې نه شتون سره مخ دی.

رونالډو وویل:« زمونږ ملي لوبډله کې تکړه لوبغاړي نه شته او زمونږ یوازینۍ هیله نیمار دی کوم چې د هیواد په کچه تر ټولو غوره لوبغاړۍ دی. له دې مخکې هیڅکله هم د برازیل ملي لوبډله د استعدادونو له کمښت سره نه وه مخ شوې.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x