افغانستان

اشرف غني د نويو سرپرست وزیرانو د ټاکلو لپاره فرمان صادر کړ او ولسي جرګه دغه کار د قانون خلاف بولي

نن ټکی اسیا (لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): ولسمشر اشرف غني د ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو د سرپرستانو ټاکلو لپاره رسمي فرمان صادر کړ.

اشرف غني پرون د لیندۍ پر ۹مه د افغانستان خلکو ته د ملي تلویزون له لارې په وینا کې وویل چې سر له ننه د ټولو وزارتونو معینان د سرپرستان اعلان کړل او سرپرست وزیران یې له دندو لرې کړل.

د ولسمشر د فرمان په اساس د ټولو وزارتونو معینان او خپلواکو ادارو مرستیالان تر نويو وزیرانو او د خپلواکو ادارو ته د نوي رییسانو تر ټاکنې پورې به دوی ددغو وزارتونو او ادارو سرپرستي کوي.

د ولسمشر فرمان زیاتوي چې د وزارتونو او خپلواک ادارو سرپرستان د نوي وزیرانو او نوي رییسانو تر ټاکنې پورې هيڅ ډول نوي مقرري او منفکي کولای نشي.

د معینانو او مرستیالانو نومونه چې د وزارتونو او خپلواک ادارو د چارو د سنبالښت لپاره د ولسمشر د دفتر لخوا خپاره شوي دي په لاندې ډول دي:

۱- د بهرنیو چارو سرپرست وزیرضرار احمد مقبل عثمانی

۲- د ملی دفاع ملی سرپرست عنایت الله نظری

۳- د کورنیو چارو سرپرست سترپاسوال ایوب سالنګی

۴- د مالیې سرپرست حضرت عمر زاخیلوال

۵- د عدلیې سرپرست سید یوسف حلیم

۶- د پوهنې سرپرست اصف ننګ

۶- د لوړو زده کړو سرپرست عثمان بابری

۷- د اطلاعاتو او کلتور سرپرست غلام نبي فراهي

۸- د حج و اوقافو سرپرست داعی الحق عابد

۹- د کار او ټولینزو چارو سرپرست واصل نور مهمند

۱۰- د عامې روغتیا سرپرست احمد جان نعیم

۱۱- د ښځو چارو سرپرسته حسن بانو غضنفر

۱۲- د کډوالو چارو سرپرست فضل احمد عظیمی

۱۳- د سرحدونو چارو سرپرست داکتر سید احمد حقبین

۱۴- د مخدره موادو پر ضد سرپرست هارون الرشید شیرزاد

۱۵- د اقتصاد سرپرست حکم خان حبیبی

۱۶- د سوداګرۍ سرپرست شاکر کارګر

۱۷- د کرنې سرپرست سلیم خان کندزي

۱۸- د ترانسپورت سرپرست غلام علی راسخ

۱۹- د کلیو د بیا رغونې سرپرست طارق عصمتي

۲۰- د کانونو سرپرست میراحمد جاوید سادات

۲۱- د مخابراتو سرپرست حسام الدین حسام

۲۲- د ښاري پراختیا حامد جلیل

۲۳- د اوبو او برښنا سرپرست غلام فاروق قاری زاده

۲۴- د فوايد عامې سرپرست نورگل منگل

۲۵- د سیمه ايیزو ارګانونو سرپرست عبدالمتین بیگ

۲۶- د پارلماني چارو سرپرست محترم داکتر کریم بازnew ministerss

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو، ماليې، تجارت او صنایعو، ښځو چارو سرپرست وزیران د ولسمشر سره د برتانیې په رسمي سفر کې ملګري دي او له همدې امله دوی به د هېواد ته بېرته ستنیدو پورې خپلو دندو ته ادامه ورکوي.

معینان د سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل د قانون خلاف دي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د سرپرستانو په توګه د وزارتونو معینان ټاکل د قانون خلاف دي.

دوی وايي چې حکومت باید د دې کار پر ځای نوماند وزیران جرګې ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د سرپرستانو په توګه د مرستیال وزیرانو معرفي کول، د سرپرستۍ د قانون خلاف عمل دی.

نوموړي زیاته کړې: «موږ په قانون کې يواځې وزير ته د دوو مياشتو لپاره د سرپرست په توګه د کار کولو اجازه ورکړې ده ، نو ځکه د ملي يوالي حکومت اړ و، چې د يادې مودې له پوره کېدو سره سم يې د نوې کابينې لپاره کانديد وزيران جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو په موخه معرفي کړي واى .»

همدا راز په ولسي جرګه کې د فاریاب استازې رنګینه کارګر ویلي چې د قانون له مخې د سرپرست وزیرانو د کار موده پای ته رسېدلې وه. معینان د سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل د حکومت دغه کار د قانون خلاف دی.

د هرات ولایت استازي غلام فاروق مجروح ویلي چې د سرپرستانو په توګه د معینانو په ټاکلو حکومت له قانون څخه تېښته کړې. نوموړي زیاته کړې چې دغه کار به نور هم ستونزې زیاتې کړي.

همدا راز د کندوز استازې شکريه پيکان په دې باور ده ،چې د سرپرستانو په توګه د مرستيال وزيرانو ټاکل په هېواد کې د روانو ستونزو کچه نوره هم لوړه وي .

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ستمبر په نهمه لوړه وکړه او ژمنه یې وکړله چې په ۴۵ ورځو کې دننه به نوې کابینه معرفي کړي.

خو د شاوخوا ۲ میاشتو په تیریدو سره لا هم د کابینې د ویش پر سر اختلافات په بشپړه توګه نه دي حل شوي.

په وروستیو کې د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي خبر ورکړ چې د کابینې د ویش پر سر یې اختلافات پای ته رسیدلي او دواړه لوري موافقې ته رسیدلي.

اشرف غني بېګا شپه ټول سرپرست وزیران له دندو ګوښه کړل او پر ځای یې معینان سرپرستان وټاکل.

نوموړی دا کار له دې امله وکړ چې د قانون له مخې هیڅ وزیر نه شي کولای له دوو میاشتو زیات د سرپرست په توګه کار وکړي.

ويل کيږي، چې نوې کابينه کې به ډېری وزيران نوي وي او اشرف غني فکر کوي، چې زاړه وزيران د خلکو او حکومت په تول پوره نه دي ختلي، نو له همدې امله غواړي د ګډ حکومت نوې کابينې لپاره نوې څېرې راميدان ته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x