fbpx

لغمان:فدایی بريد١٠تنوته مرګ ژوبله واړوله

bomb_blast_in_afghan(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) لغمان: چارواکي وايي په لغمان ولايت کې د يو فدایی برید له امله د پوليسو په ګډون ١٠ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دوى په خبره چې دغه بريد نن له غرمې مخکې ١٠ بجې د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ مخې ته رامنځ ته شوه.

د لغمان د والي وياند فيضان الله پټان روزخبري آژانس ته وويل چې په دغه بريد کې پنځه تنه ملکي وګړي وژ ل شوي او د پوليسو په ګډون پنځه تنه ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې دوه تنه د ښوونځي زدکونکي او درې تنه کاريګر و او دغه را ز په ټپيانو کې دوه تنه پوليس او درې هم عام ولسي وګړي دي.

خو دفدایی برید له کبله داوښتي مرګ ژوبلی په اړه دلغمان دوالي دویاند خبري ازادو رسنیو ندي تائید کړي.

له بله لوري د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نامالومه لوری خبری رسنیوته ویلی، فدايي بريدداسلامي امارت ديوتن قهرمان مجاهدحميدالله له خواچې دنورستان ولايت اوسېدونکی ووترسره شو. چي نتیجه کي یی ۷ کسه بهرنیان او او ۱۲ تنه کورني پولیس وژل شوی دی چي ډیری یی دعسکري ډلګیو مشران وو.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د