نظــر

پرنشه يي توکو روږدي هم د امنیتي ځواکونو له کمزوري ناوړه استفاده کوي

لیکوال: شاهد غزنیوال

تیره ورځ د پژواک خبري آژانس په شمول یوشمیر خبري رسنیو امنیتي ځواکونوته د یوه ځانمرګي د تسلیمي خبر خپورکړ.

په خبرکې ویل شوي و چې د ننګرهار په ولایت کې د محمدالله په نوم یوتن ځانمرګی چې په جلال آباد ښار کې د بهسودو اوکامې پله د تخریبولو لپاره اماده شوی و ،خو د حقانیت په درک کولو سره یې د برید ترسره کولو وړاندې خپل ځان امنیتي ځواکونوته تسلیم کړ.

د تسلیم شوي ځوان په ټنډه سپینه ریتاړه هم تړل شوې او په نامنظم لیک ورباندې الله محمد لیکل شوي.

د تسلیم شوي ځوان رواني او فزیکي وضعیت ته په کتلو سره داسې مالومیږي چې نوموړی یا پر نشه يي توکوروږدی او یاهم بیکارۍ او بیروزګاري امنیتي ځواکونوته په تسلیمي مجبور کړی .

ځکه اول خو دا خبره هیڅ سالم عقل ته دمنلو نه ده چې دپله د نړولو لپاره دي سرښندونکي بریدوکاروي.

که فرضا داخبره وهم منل شي چې طالبان د کامې پله ړنګولو اراده لري نو هغه دیوه عادي ماین په وسیله په آسانه ترسره کیدای شي ، نه داچې په پله هم سرښندونکی برید وکړي.

دوهمه خبره داچې سرښندونکي بریدګر هیڅ کله هم دبرید پرمهال داسې لباس او یاځانګړې نښې (سپینې پټۍ) نه کاروي چې هغه له نوو عادي خلګو څخه د دوئ د مشخصتوب اوپیژندلو لامل وګرځي .

اوتر ټولومهمه فارقه (بیلوونکي) نښه يي داده چې که د نوموړي تسلیم شوي ځوان تصویر د طالبانود اصلي سرښندونکو له تصویرسره پرتله شي هم له ورایه ترې څرګندیږي چې نوموړی ځوان ځانمرګی نه ،بلکې یو حرفوي ګڼکپ دي چې غواړې په خپلې چالاکي سره د هیواد دوراخطا امنیتي ځواکونو له کمزوري نه په استفادې سره د خپلې نشه يي غریزې د اشباع لپاره څه ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

هههههههههههه بیخي خندونکی خبر دی ، چې فدایي کوي اوهغه هم په داسي چل چې په سریې پټۍ تاوشوي وي او عجیب ډول ورباندي لیکل شوي ، یاره دنشیې دڅهرې اوفدایې دڅهرې فرق خدای پاک کړی دی ، دزمکي او آسمان فرق یې دی آن داچې لیونی هم دهغه چرسي رنګ وویني نو وبه وایې چې ډررررررررررر دایې څه دي ، ناکام دښمن په څو څوځله داسي کړي داسي جعلي څهرې یې جوړي کړي دي ، داسي فلمونه یې خو به یې نو ټولو ملګرو لیدلي وي چې دغه دامنیت چارواکي خپل یوه ملګري یاهم ورته چرسي مرسي ته دخپلي… نور لوستل »

Ahmad Khogyanai

البته که هغوۍ درواغ ويلي ويلي او يا حقيقت وي خو تاته د يوي تور سپکاوی په دغه پاڼه کښي نه وو جايز ته خو عالم يي طالب يي د هر څه نه خبر يي ته چي د يو چا د خور او مور پرتوګ په يوه انټرنيټي پانه کښي دغسي ‌ذکر کوي نو زه له چا ګيله وکړم.
خدای دي نوي مخلوق راولي چي هم تاسو ورک او نابود شی او هم هغوۍ. دواړه د پاکستان لکۍ ياست

جمیل انوري

خوګیاڼیه ! مابه یې هسي یادونه کړي وی ، دوی په رښتیاسره دخپلي خور اومور پرتوګ ټولي نړۍ ته په خپلو تلویزونانو کې په ویډیو یي شکل هره ورځ ښکاره کوي ، ، او مایې یادونه هم په دې کړي ده چې دوی هيڅ شرم اوحیانه لري ، په تاولي داسي بده لګیدلي ده ماخو څه افغانان نه دي یادکړي نه مي عام مسلمانان یادکړي ، دغه دامنیت والا ، ګوډاګیان چپړاسیان چرسیان دچرسي اردو والامي یادکړي ، ایا تا ریزه ګله نه ولیده چې څنګه یې بربنډه کړه ، خو داسي دریزي ګلي غوندي ښځو پرتوګونه ورباندي اغوندي ،… نور لوستل »

ایمل

انوری صیب د کاڼې کرښه مو کښلې ده.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x