ورزش

بنگله دیش د لوبو لړۍ ۵-۰ سره وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): نن د بنګله دیش او زیمبابووي تر منځ پنځه یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې بنګله دیش د زیمبابووي لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او د سیالیو دغه لړۍ يي ۵-۰ سره وګټله.

دغې لوبې پچه زیمبابووي لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د زیمبابووي لوبډلې توپ وهونکي د یو ښه هدف په ټاکلو کې پاتې راغلل او ټوله لوبډله یوازې ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

دغه ټاکل شوی هدف کې د مسکادزا ۵۲ او سیبندا ۳۷ منډې د یادولو وړ دي.

د بنګله دیش ټول توپ اچونکي ښه وځلیدل او دغه لوبه کې تیج الاسلام ۴، شکیب الحسن ۳، جبیر الاسلام ۲ او مرتضی یوه ویکټه واخیسته.

بنګله دیش لوبډله ټاکل شوی هدف پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۲۴.۳ اورونو کې پوره کړه او دغه لوبه کې يي زیمبابووي ته په ۵ ویکټو ماتې ورکولو سره د لوبو دغه سیالۍ ۵-۰ سره وګټله.

زیمبابووي توپ اچونکي پنینګارا ۲ او چتارا ۳ ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x