
ننګرهار: محصلینو د بدل اعاشې د نه ورکړې په غبرګون کې لاریون وکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو د یو لاریون په ترڅ کې د کابل – جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.
د لړم پر ۱۹مه د دغه پوهنتون د محصلینو د بدل اعاشې پيسې چې شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ کیدلې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د غلو لخوا ولوټل شوې.
شاوخوا ۵۰۰ تنو محصلینو دبدل اعاشې د نه ورکړې په غبرګون کې نن سهار په ۱۰:۳۰ بجو د ډرونټي په سیمه کې د کابل – جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.
محصلینو غوښتنه کوله چې د دوی بدل اعاشې پیسې دې ورکړل شي، ځکه د ژمي یخني را روانه ده او دوی پیسو ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د سره رود ولسوالۍ اړوند په ځنګل باغ سیمه کې غلو هغه موټر تر برید وکړ چې د بدل اعاشې پيسې یې پوهنتون ته لېږدولې.
غلو مالي مسوولین ووهل او اته میلیونه او پنځه اتیا زره افغانۍ يې له ځانه سره ویوړې.
د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلینو هغه مهال د غلو لخوا د بدل اعاشې لوټيدل هسې یو چل وباله او په مالي مسوولینو يې تور ولګاوه چې د غلو سره د پیسو په غلا کې لاس لري.