افغانستان

کندوز: دولت ته تسلیم شوی طالب قومندان ووژل شو

surrundered_talin_commanders (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) کندوز: وملا محمد نبي په نامه سره یو طالب قومندان چي څلور میاشتي مخکي دڅپلو څو تنو ملګرو سره یوځای  دسولي دپروسي په توسط له دولت سره یو ځای شوی وو، تیره ورځ په خپل کورکي ددرو تنو ملګرو سره یو ځاي دنامالومو وسلوالو له لوری ووژل شو.

دامام صاحب وسلوال محمد ایوب حقیار خبری رسنیو ته وويل ملامحمد نبي چي دطالبانو پخواني قومندان وو څلور میاشتي مخکي د سولي دپروسی په توسط له دولت سره یوځای شوی وو، او فعلا یی هم له دولت سره کلکه همکاري کوله چي تیر شپه دوسلوالو طالبانو لخوا دتاج ګذر سیمي ته څیرمه په خپل کورکي له تدرو تنو ملګرو سره یوځا ووژل شو.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نامالومه ځایه خبري رسنیو ته ویلي چي محمد نبي زمونږ دمجاهدینو لخوا څخه تیره شپه له خپلو څلورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دي، او هر هغه څوک چي دمحمد نبی په لاره ځی دغه به یی پایله وي،

دیاد ولو وړ ده چي په دي وروستیو کي وسلوالو طالبانو  دهغو خلګو په وژلو لاس پوري کړی دی چي له دولت سره یوځای شوی دي.

بخت الرحمن بخت …………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x