نړۍ

برتانیا: د «محمد» نوم تر ټول زیات په ماشومانو ايښودل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د وروستیو راپورونو پر بنسټ ویل شوي چې د محمد نوم په برتانیا کې تر ټولو مقبوله نوم دی، چې پر نویو زیږیدلو ماشومانو ایښودل کیږي.

د بې بې سنټر په نامه ویب پاڼې د ورستیو څیړنو پر اساس ویل شوي چې د محمد صلی الله علیه وسلم د نامه شهرت برتانیا پر سر اخیستې او دا لومړی نوم دی چې پر نویو زیږیدلو ماشومانو په زیات شمیر سره ایښودل کیږي.

د دغې ویب پاڼې ایډیټر مسئوولې سارا ریډشو د میرر ورځپاڼي ته ویلي چې په برتانیا کې عموما مسلمانې کورنۍ خپل لومړی مولود په محمد سره نوموي او د محمد تر څنګ نور عربي نومونه زیاتېدا مونږ ته را ښيي چې په برتانیې کې څومره تنوع راغلی.

په تیر کال کې د محمد نوم په اوویشتم نمبر باندې مقبول نوم و، خو په کال ۲۰۱۴ کې هغه ۲۷ درجې پرمختګ کړی، او لومړی مقام یې خپل کړی.

د ویب پاڼې د راپور له مخې ددې تر مخه د (اولیور- Oliver، جاک – jack، او نوح Noah) نومونه ډیر مقبول وه، خو اوس په لندن کې د محمد نوم تر ټولو مقبول دی.

په هغه لیسټ کې چې ددغه ویب پاڼي له لوري خپور شوی، ښکاري چې د محمد د نوم تر څنګ عمر او علي نومونه هم مخ په مقبولیت روان دي، عمر په ۷۹ نمبر او علي په ۸۲ نمبر سره د سلو نومونو په لیست کې د لومړي ځل لپاره شامل شوي دي.

ځیني څیړني ښيي چې اوروپا ته د مسلمانانو د زیات هجرت له کبله او هلته د هغوی له خوا د زیاتو شرعي ودونو او اولادونو زیږولو له کبله کیدای شي په راتلونکو پنځوسو کلونو کې ددغې لويې وچې اوسیدونکي اکثریت مسلمانان وي.

سرچینه: بي بي سنټر ویب پاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x