د شوراب پر پوځي اډې د بریدګرو جسدونه خبریالانو ته وښودل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په شوراب پوځي اډې ۱۰ تنو طالب سرتیرو بریدګرو د لیندۍ پر ۶مه د شپې پر ۸ بجو جګړه پیل کړه او څلور ورځې یې د اډې دننه د ۲۱۵میوند قول اردو سره مقاومت وکړ.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک ویلي چې په شوراب کې د تېرې پنجشنبې له ورځې پیل شوې جګړه پای ته رسېدلې. دوی ویلي چې په برید کې ۶ د ملي اردو سرتیري او ۹ بریدګر وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د قول اردو امنیتي چارواکو د ۲۰ او بیا ۲۶ سرتیرو بریدګرو د وژنې ادعا کوله.

خبریالانو د تېرو ۳ ورځو راهیسې پر امنیتي چارواکو نیوکه کوله چې سیمې ته نېږدې د خبري پوښښ لپاره نه ورپریښودل کیږي.

په هلمند کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو استازو ویلي چې د ۲۱۵میوند قول اردو چارواکو پر دغې لویې پوځي اډې د طالبانو د برید په اړه دوی ته ناسم معلومات ورکړي.

افغان خبریالانو هم ویلي چې دولتي چارواکو دوی ته اړین او پر وخت معلومات نه دي ورکړي او د دوی کار یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

نن د لیندۍ پر ۱۰مه د ډيرو نیوکو وروسته امنیتي ځواکونو خبریالان د شوراب پوځي اډې ته بوتلل او د وژل شوو بریدګرو جسدونه او د هغوی سلاوې چې ۴ ورځې يې پرې د ۲۱۵میوند قول اردو سره مقاومت کړی رسنیو ته ښودلي دي.

پر شوراب پوځي اډې برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخېستی و.

طالبانو ویلي و چې په برید کې یې سلګونه بهرني او کورني عسکر وژلي او همدا راز سلګونو عرادې موټر، ټانګونو او الوتکې له منځه وړي دي.

ددغه برید کره جزییات لا هم رسنیو ته په لاس کې نه دي ورکړل شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اسماعیل ظریف
میلمه
اسماعیل ظریف

الله تعالی دي شهادتونه قبول کړي ، ریښتیاهم چې غیرتي غازیان ول

خدای د ځواني آرمان د جنت په نعمتونو ورپوره کړي ، الله دي جهادونه او د خپلو سرونو نذارانه ترې قبول کړي .

امین یارب العالمین

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

هرګزنمیردآنکه دلش زنده شودبعشق،،ثبت است برجریدهءعالم دوام ما،،دست ازطلب نداریم تاکام من براید،،یاجان رسدبجانان یاجان زتن براید،،
بکشای تربتم راوقت شهادتم بنګر،، کزآتشی درونم دودأزکفن براید،،داسلامی أمت،اسلامی خاوری أوآسیایی لیلی دخپلواکه جبین زرینوخالونوداسلام په سپیڅلی تاریخ کی مونوی باب پرانستل ،درته مبارک دی وی(ضعیف)

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

لوی رب دی ددوی شهادت او سرښندنه قبوله کړی او په جنتونو دی ونازوی دیته وایی غیرت دیته وایی شجاعت او میړانه د اسلام ددین دی ګټلو لپاره . د مزدور دولت مزدور چارواکی به خوشحاله وی چی دا غازیان یی شهیدان کړی دی خو پدی ندی خبر چی ددوی مقام او نزلت څومره لوړ دی . ددوی نوم په ویاړ سره یادیږی او ستاسی مزدورانو مخونه خو تور دی لږ فکر وکړی او بدبخته او بیغرته خلکو چی ترڅوبه تاسی د کفر ملاتړ کوی او داسلام ددین مبارزین شهیدانوی ایا تاسی ځانته مسلمانان وایی انشاالله ستاسی بیغرتو غلامانو حشربه… نور لوستل »