دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابو حنیفه وصیت (۲۰)

حامد افغان

3- له خلکو سره نرمي کول

دخلکو د مینې راجلبولو دوه اسباب مو مخکي بیان کړل اوس راځو دریم او مهم سبب ته چې هغه له خلکو سره نرمي کول دي، له خلکو سره نرمي یواځي د اسلام او ایمان داعي ته لازمه نه ده بلکي نرمي د هر چا له پاره د ژوند په هره برخه کې لازمي، ضروري او مهمه ده ځکه خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې رفق او نرمي د یوه اصل او قاعدې په توګه بیان شوې ده، هغه وایي: بې شکه په هر شي کې چې نرمي راشي هغه ښایسته کوي او له هرشي نه چې نرمي لري کړل شي هغه بدرنګه کیږي، إن الرفق لا يكون في شيء إلا زانه . ولا ينزع من شيء إلا شانه، رواه مسلم 2594.

د نرمي په اړه قراني لارښوونې

په ځانګړې توګه څوک چې د الله دین ته خلک رابولي د هغه له پاره نرمي، حکیمانه چلند او ځيرکتیا ترټولو لازمي او ضروري ده، له مدعو سره غوره چلند او په نرمي سره د الله دین ته رابلل د داعي وجيبه ده ځکه الله یې امر کړی ده، قرانکریم وایي: ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ﴾ [النحل: 125]. یعني په حکمت او ښه وعظ سره خلک د الله لارې ته راوبوله، او په ډیره ښه طریقه له دوی سره بحث او مجادله وکړه، څوک چې د الله له لارې کاږه شوي دي الله په هغوی ډیر ښه خبر دی، او څوک چې په سمه لاره روان دي په هغوی هم ښه پوهیږي. ابن کثیر د دې ایت په دې جمله کې: وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ، وایي: یعني که له دوی نه څوک بحث او مناظرې ته اړتیا ویني له هغوی سره په ښه توګه او نرمو خبرو سره بحث وکړه لکه بل ځای چې د اهل کتابو په باره کې امر کوي چې له دوی سره خامخا په ښه توګه بحث او مجادله وکړئ، وَلاَ تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ، [العنكبوت: 46]” . تفسير ابن كثير، 2/ 781.

دا راز الله جل جلاله موسي او هارون علیهما السلام ته وایي: فَقُولاَ لَهُ قَوْلاً لَّيِّناً لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى، [طه: 44]. نو تاسو دواړه هغه ته نرمه خبر وکړئ کیدی شي هغه پند واخلي او وويریږي، امام ابن القیم رحمه الله وایي: الله جل جلاله دوی دواړو ته امر کوي چې د ده له لوی دښمن او ستر باغي او طاغي سره نرمه خبر وکړئ، که څه هم فرعون د نرمې خبرې وړ نه و خو په نرمه خبر سره هغه دومره شو چې د دوی خبرې او دلیل ته یې غوږ ونیو، إعلام الموقعين، 3/ 138. امام الغزالي رحمه الله وایي: دا ایت د رفق او نرمي په وجوب دلالت کوي لکه مامون الرشید ته چې یوه واعظ سختې خبرې وکړې ده ورته وویل: وه سړیه! نرمي کوه الله له تا نه غوره کس له ما نه شریر انسان ته رالیږلی و او هغه ته یې د نرمي امر کړی و: فَقُولاَ لَهُ قَوْلاً لَّيِّناً لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى، إحياء علوم الدين، 2/ 334. بناءً عالم او داعي باید نرمي او غوره چلند غوره کړي.

د نرمي په اړه څو حدیثونه

لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله نرم او نرمي خوښوونکی و د نرمي په اړه یې ډېرې ښایسته او زرینې لارښوونې کړې دي، چې څو یې دلته پښتو کوم:

• رسول الله صلی الله لیه وسلم وایي بې شکه الله په هر کار کې نرمي خوښوي، إن الله يحب الرفق في الأمر كله، رواه البخاري نمبر 6395.

• رسول الله صلی الله لیه وسلم وایي: څوک چې له نرمي نه محروم او بې برخې شي هغه له هر ښه کار او خیر نه محروم شو، من يحرم الرفق يحرم الخير كله، صحيح الجامع نمبر 6606.

• رسول الله صلی الله لیه وسلم وایي: چاته چې د نرمي برخه ورکړل شوه هغه د خیر برخه ترلاسه کړه او څوک چې د نرمي له برخې محروم شو هغه به د خیر له برخې محروم شي، من أعطي حظه من الرفق فقد أعطي حظه من الخير , ومن حرم حظه من الرفق فقد حرم حظه من الخير، رواه الترمذي 2013وقال حسن صحيح .

• رسول الله صلی الله لیه وسلم عائشي ته وویل: ای عائشي! څوک چې د خیر له برخې محروم شو نو د دنیا اخرت دواړو له خیر نه به محروم شي، يا عائشة من حرم حظه من الرفق حرم حظه من خير الدنيا والآخرة، ابن عدي 5/482، عبدالرؤف المناوي رحمبه الله وایي: ځکه په نرمي سره د دنیا او اخرت دواړو ګټې ترلاسه کیدلی شي، او په نشت سره یې له منځه ځي.

• رسول الله صلی الله لیه وسلم عائشي ته وویل:

این عائشي ! الله نرم دی او نرمي خوښوي او په نرمي چې څومره شی ورکوي په سختي یې نه ورکوي او په بل شي یې هم نه ورکوي، إن الله رفيق يحب الرفق . ويعطي على الرفق ما لا يعطي على العنف . وما لا يعطي على ما سواه، رواه مسلم نمبر 2593.

• رسول الله صلی الله لیه وسلم وایي: کومې کورنۍ ته چې الله د خیر رچاړه کړي نرمي ورته ورکړل شي، إذا أراد الله بأهل بيت خيرا أدخل عليهم الرفق، صحيح الجامع نمبر 303.

• رسول الله صلی الله لیه وسلم وایي: بې شکه د الله چې له کونکې کورنۍ سره مینه شي هغوی ته نرمي ورکړي، إن الله إذا أحب أهل بيت أدخل عليهم الرفق، صحيح الجامع نمبر 1704.

د رسول الله نرمي

د نرمي او د هغې د اغیز په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې ډیرې خوږې او اغیزمنې کیسې شتون لري چې د سیرت په مطالعه سره یې ترلاسه کولی شو، دلته یې په نډه توګه څو بیلګې را اخلم، لکه د یو ځوان کیسه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې د زنا اجازه وغوښتله، د خلکو په منځ کې د الله له پیغمبر نه د زنا اجازه غوښتل ډیره لویه بې ادبي او سپین سترګي ده او باید مناسب سزا یې لیدلې وی خو دا لوی بې ادبه ځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم په نرمو او خوږو خبرو سره دې ځای ته راورساوه چې په هغه مجلس کې یې توبه وکړه دا کیسه په تفصیل سره په المعجم الكبير للطبراني، 8/ 183، نمبر: 7759، کې راغلې ده. دا راز یوه کوچي په نبوي جومات کې بولې وکړې صحابه کرام ورته غوسه شول خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې پرې یې ږدئ، هغه حاجت پوره کړ رسول الله اوبه را وغوښتلې او جومات یې ووینځه وروسته یې کوچي ته په نرمي سره وویل چې دا ځای د عبادت له پاره جوړ شوی باید پاک وساتل شي. مخکي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طائف د سفر کیسه وکړه په هغه کې د یوه داسي قوم له پاره چې دی یې وهلی او خپه کړی و بیاهم ښې هیلې لري او د غرونو ملایکه د هغوی هلاکت ته نه پریږدي.

معاوية بن الحكم السلمي رضي الله عنه وایي: په لمانځه کې یو سړي وپرنجېدی ما یرحمک الله ورته وويلې خلکو بد راته وکتل او لاسونه یې راته ټکول چې چوپ مې کړي، زه غلی شوم له لمانځه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: إن هذه الصلاة لا يصلح فيها شيء من كلام الناس إنما هو التسبيح والتكبير وقراءة القرآن.

یعني په لمانځه کې د خلکو خبرې نه صحي کیږي په لمانځه کې تسبیح، تکبیر او قران ویل دي. معاويه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوږه ژبه او نرمي سره پوه کړ ځکه خو دی د خپلې کیسې د روایت په مهال وایي: فبأبي هو وأمي ما رأيت معلما قبله ولا بعده أحسن تعليما منه فوالله ما كهرني ولا ضربني ولا شتمني، یعني زما مور او پلار له ده قربان کړې له ده مخکي او وروسته ما د ده په څیر غوره او ښه ښوونکی نه ده لیدلی، په الله قسم نه راته غوسه شو، نه یې ووهلم او نه یې وښکنځلم. صحيح مسلم، 1/ 381، برقم: 537.

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نرمي او درنو اخلاقو څو لنډې بیلګې دي چې په مختصره توګه مې راواخیستلې او دا د هغه حکیمانه دعوت غوره مثالونه دي چې الله ده ته ارشاد کړی، قرانکریم وایي: قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ [يوسف: 108]، یعني ورته ووایه دا زما لاره ده زه او زما پیروان په پوهه سره خلک د الله لورته رابولو، او الله لره پاکي ده او زه د مشرکانو له ډلې څخه نه یم. له ایت نه په ښکاره توګه معلوميږي چې د رسول الله پیروان به هم په نرمي او پوهه سره خلک د الله دین ته رابولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x