دغزني دولایتي شورای استازي وایی غزني باید لومړي درجي ته لوړشي
غزني ښار (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹): د غزني د ولايتي شورا استازيو له مرکزي ادارې ګيله وکړه چې دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه نه کوي او هم يې لومړۍ درجې ته د غزني د لوړېدو غوښتنه وکړه.
د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني، په دې خبري ناسته کې غزني د نفوسو او جغرافيوي موقعيت له پلوه د لومړۍ درجې وړ ولايت وباله.
هغه زياته کړه، چې له تېرو اتو کلونو راهيسې غزني ته د مرکزي ادارې پاملرنه کمه ده او که لومړۍ درجې ته لوړ شي، نو امکانات او امتيازات به يې ډېر شي.
د کامراني په وينا، دوه کاله وروسته غزني د اسلامي هېوادونو د کولتور او تمدن د پلازمېنې په نوم نومول کېږي؛ خو تر دې دمه د دې ښار لپاره په کافي اندازه کار نه دى شوى.
هغه زياتوي، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د غزني ١٤ ولسوالۍ يواځې د امنيتي پوستو بڼه لري او ټولې ادارې يې بندې دي.
نوموړي وويل، چې د اندړو د ولسوالۍ بازار له تېرې يوې مياشتې راهيسې د وسلوالو طالبانو د ګواښونو له امله تړلى دى؛ خو حکومت يې د پرانېستلو په اړه هېڅ جدي اقدام نه دى کړى.
نوموړى وايي، چې د اندړو بازار نږدې٤٠٠ هټۍ لري، چې د خلکو ميليونونه افغانۍ په کې بندې پاتې دي.
دغه راز د ولايتي شورا يوه بل غړي قاضي صاحب شاه هم، لومړۍ درجې ته د غزني ولايت د لوړېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې غزني ته د يوه کمزوري ولايت په سترګه کتل کېږي.
نوموړي وويل، چې په ١٤ ناامنو ولسواليو کې له پوليسو پرته ولسوال او د حکومتي ادارو مامورين نشته او خلک اړ شوي، چې خپلې ستونزې د طالبانو په سيمه ييزو محکمو کې فيصله کړي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ له مشرانو جرګې څخه غزني ته ورغلي پلاوي ته هم، خلکو خپل شکايتونه اورولي وو.
نن ټکی اسیا