امریکايي فضايي اداره له سپوږمۍ هم مخکې ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): امریکايي فضايي اداره ناسا (NASA) نوی فضایي بیړۍ تیاره کړې چې له لمر څخه هم ډیر وړاندې تګ وړتیا لري.

دغه فضايي بیړۍ چې اورین (Orien) نومول شوي راتلونکی پنجشنبه په ۷:۰۵ بجې به یو ازمیښتي الوتنه د امریکا له لانچ کمپلیکس ۳۷ الوتنې له مرکز څخه وکړي.

اورین به راتلونکی پنجشنبه ۳۶۰۰ میله سفر وکړي او د نړیوال فضايي ادارې ۱۵ چنده لوړ سفر وکړي. دغه فضايي بیړۍ به د کلیفورنیا ایالت باجا ساحل څخه توغول کیږي.

دغه بیړۍ د ۲۱ ورځو لپاره ۴ کسان انتقالولی شي. که چيرې په فضا کې د پاتې کیدو موده لږه وي نو دغه بیړۍ بیا ۶ کسان هم انتقالولی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د