ټولنیزه برخه

مثبت فکر له ټولنیزو ستونزو د خلاصون لاره

ليكوال: حامد افغان

یو صوفي د لمانځه په مهال د جومات مخته تېرېږي جومات ته نه ورګرځي …!

ځکه په بل جومات کې یې وختي لمونځ کړی و.

په بازار کې دي کوم شناخته دکاندار ته سلام وکړ، چوپ ناست دی په برېتو ګوتې وهي هیڅ ځواب یې درنکړ …!

ښکاره خبر ده نه یې ده اوريدلي.

د مدرسې یا پوهنتون ملګری چکر ته نه درسره ځي درته وایي: زه نشم درسره وتلی خپل کار کوه..!

دا ګومان مه کوه چې دی بخيل او کنجوس دی، اصلاً دی ځکه نشي وتلی چې پلار یې ډیر کم لګښت ورکوي چې د مهمو اړتیاوو ګذاره پرې وکړي او د جکرو له پاره یې لګښت نه کیږي.

ډیر ځله موږ د یوې موضوع یو اړخ وینو نو هغه نه ليدونکي اړخ باید مثبت وبولو څو په خلکو د بدګوماني له ګناه ځانونه وژغورو او حقوق یې ضایع نه کړو، په خلکو ښه ګومان مو له ډیرو ستونزو او ټولنیزو ناخوالو ساتي .

تاسو لوړو بیلګو ته دقیق او ځیر شئ په جومات باندي د صوفي تېرېدل او لمونځ نه کول ښکاره او ناسم حالت ده خو د دې موضوع پټ اړخ مثبت ده هغه فعلاً لمونځ کړی دی، نو هغه پټ اړخ باید منفي ونه ګرځوو، داراز د دکاندار او د مدرسې/پوهنتون د ملګري موضوع هم داسي ده.

د سلفو یو عالم وایي: که یو څوک ووينم چې له ږيرې یې شراب څاڅي زه به ووایم چې شاید چا به پرې تویه کړې وي، او که یو څوک مې ولید چې د غره په څوکه ولاړ دی او وایي: ﺃﻧﺎ ﺭﺑﻜﻢ ﺍﻷﻋﻠﻰ، یعني زه ستاسو لوړ رب یم، زه به ووایم چې د قران ایت تلاوت کوي، ابن القیم رحمه الله وایي: په الله قسم په خپل کار کې سړي ته خپل نیت واضحه کول سخت وي نو د خلکو په نیتونو به سړی څه پوه شي. متاسفانه په ګڼ شمیر ټولنیزو موضوعاتو او په خپل منځي اړیکو کې موږ هر وخت د منفي سوچ او بدګوماني ښکار یو نو ځکه خو په پرېمانه ستونزو او مصیبتونو اخته یو، د تېرو لارښوونو په رڼا کې که موږ مثبت واوسو او ښه ګومان ولرو له ډېرو مصیبتونو او شخړو به مو ځانونه او خپله ټولنه ژغورلې وي. نو باید تل مثبت فکر خپل کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x