نظــر

امريکا د اسلامي دولت پر ضد سني اربکيان جوړوي

ليکوال: عبدالباري عطوان
ژباړن: احمدالله احمدزی

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د عراقي سنيانو يو پلاوی امريکا ته ورغوښتی او د عراق د امنيتي ستونزو په اړه ورسره خبرې اترې کوي او غواړي، چې د اسلامي دولت پر ضد د عراقي سنيانو نوې ملېشې «اربکيان» جوړ کړي.

امريکا هوډ کړی، چې د عراقي سنيانو نوي وسله وال اربکيانو ورزوي او د عراق له حکومته جلا د اسلامي دولت پر ضد وجنګيږي.

که امريکا چېرې دغه کار وکړي، نو دا خبره نوره هم روښانه شوه، چې امريکا د عراق د ويش پر لور چټک ګامونه اخلي او له دې لارې به عراق کې د سني او شيعه جګړې او تاوتريخوالی نور هم زور اخلي او عراق به د تل لپاره د کورنۍ جګړې مرکز شي.

سپينه ماڼۍ د عراق په اړه اوس هم داسې پرېکړې کوي، لکه دوی چې د عراق بې شريکه واکمنان وي.

سره له دې چې امريکايي عسکر له عراقه وتي دي، د خلکو پر رايو ټاکل شوی حکومت لري او بيا هم د سنيانو قومي مشران سپينې ماڼۍ ته ورغواړي او د عراق حکومت له دې ټولې پروسې ناخبره ساتل شوی دي.

امريکا له دې مخکې د کوباني زرګونو کردانو ته هم نظامي روزنه ورکړه او اوس يې د اسلامي دولت پر ضد جنګوي.

د حيرانتيا ځای دا دی، چې د عراق لومړی وزير حيدر العبادي څنګه له دې پروسې لرې ساتل شوی او نوموړی هم ورته غلی ناست او هيڅ غبرګون نه ښيي. داسې ښکاري، چې دی هم د دې لوبې شريک دی.

موږ تاسې ټول وينو، چې امريکا د اسلامي دولت پر ضد د سني مليشو د جوړو کومه پروسه روانه کړې، دا هم د اربکيانو د جوړو هماغه پخوانۍ پروسه ده، مګر يوازې نوم يې وربدل کړی او نتيجه به يې هم هماغه وي.

جنرال پيټرياس، چې عراق کې د اربکيانو د جوړولو بنسټګر بلل کيږي، ۲۰۰۷م کال کې يې د القاعده پر ضد عراق کې اربکيان جوړ کړل او د هر ډول خونړيو عملياتو اجازه يې ورکړه، چې له مخې يې دوی هم عراق د وينو په ښار بدل کړ او عراق کې يې د وينو سېلابونه روان کړل، د پلازمينې بغداد او نژدې سيمو کې يې هره مياشت شاوخوا درې زره کسان په خپلو لاسونو وژل او د دې درې چنده نور يې د ټپيانو و.

د عراق او سوريې د جګړې مسؤول او د او دغې جګړې لپاره د اوباما سلاکار متقاعد جنرال جان الن هم پرېکړه کړې، چې عراق او سوريه کې د خپل مشر جنرال پيټرياس تجربه تکرار کړي.

د عراق لومړي وزير د خپل حکومت په پيل کې اعلان کړی و، چې دی به ټول عراقي ولس پر ځان راټول کړي او د نوري المالکي د وخت پيدا شوي قومي او مذهبي تاوتريخوالی به ورک کړي، مګر اوس يې پرېکړه کړې، چې د قبايلو ملېشې جوړې کړي او دا به هم د اربکيانو په څېر عراق کې د جهادي ډلو پر ضد جنګيږي.

دا سمه ده، چې ښاغلی عبادي ته د نوري المالکي له خوا ګڼې ستونزې ورپاتې دي، په ځانګړې توګه نظامي او امنيتي ارګانونو کې او نوموړی يو تکړه او زوړ سړی دی، چې تېره ورځ يې اعلان وکړ، چې د عراق پوځ کې يې پنځوس زره داسې کسانو ليست موندلی، چې پر کورنو ناست دي او د حکومت تنخواوې اخلي، مګر ښاغلی عبادي د ليډرشپ «کريزما» نه لري، چې ډېری عراقي ولس پر ځان راټول کړي او د اسلامي دولت مقابله وکړای شي.

سپينې ماڼۍ واشنګټن او اروپايي هېوادونو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سياسي او نظامي کارپوهان راټول کړي او منځني ختيځ کې د امريکايي پاليسۍ د ناکامۍ په اړه ورسره خبرې اترې کوي او غواړي، چې د اسلامي دولت پر ضد د دفاعي جګړې پر ځای هجومي کړنلاره غوره کړي او اوس امريکا دې ته هم تياره ده، چې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې د ګډون لپاره د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان شرطونو ته غاړه کيږدي.

رجب طيب اردوګان پر امريکا شرط لګولی، چې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې به هغه مهال ګډون کوي، چې د ترکيې او سوريې تر منځ د نړيوالو الوتکو لپاره يوه بې پرې سيمه غوره کړي او د بشارالاسد مخالفينو ته وسلې او روزنه ورکړای شي.

وال سټريټ ژورنال په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي و، چې امريکا د ترکيې ياد شرطونه منلي دي.

اوس چې سپينه ماڼۍ د ترکيې شرطونو منلو ته تياره شوې او داسې ښکاري، چې د اسلامي دولت پر ضد به ځمکنۍ او هوايي جګړه نوره هم وغځيږي او د سيمې او امريکا لڼد او اوده دواړه موخې به ترسره کيږي، يعنې د اسلامي دولت ضد جګړه او د بشارالاسد د رژيم نسکورول؛ ځکه چې ترکي ولسمشر په خپلو ويناوو کې بيا بيا دا خبرې کړي، چې هيڅکله به د اسلامي دولت ضد جګړه کې برخه وانه خلي، تر څو چې امريکا د بشارالاسد د ژريم د نسکورولو موافقه ورسره نه وي کړي.

د امريکا هجومي ستراتيژي به منځني ختيځ کې تاوتريخوالی نور هم زيات کړي او د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم، چې تېره اوونۍ مسکو ته ولاړ، نو روس د جنګي الوتکو ضد توغندي ورکړل.

څو ورځې ورځې وروسته، چې نوی ميلادي کال رانوی کيږي، له اوسني کاله به ډېر خطرناک وي. عراق او سوريې کې به نوې ملېشې او اربکيان جوړ شي، چې له امله به يې سيمه کې د قومي او مذهبي جګړو له امله د وينو سېلابونه روان شي.

د امريکايي ستراتيژي د بريا او ناکامۍ ستر لامل د اسلامي دولت په ټينګ عزم او مقاومت او يا هم د نوموړي دولت په ستسۍ کې دی.

که اسلامي دولت په خپل فکر او عزم کې همداسې ټينګ پاتې شي، نو د امريکا اوسنۍ ستراتيژي هم له ناکامي سره مخ کيدونکې ده.

موږ نور څه ويل نه غواړو، مګر خپلې غاړې خلاصوو، چې منځني ختيځ کې د امريکا نوې ستراتيژي له مرګوني ګواښونو سره مخ ده او په پوره ډاډ ويلی شو، چې امريکا لپاره د عراق او سوريې نوې دوسيه د امريکا لپاره له پخوا هم ډېر ګواښنده دی او د بشارالاسد د رژيم نسکورول هم ډېر اسانه نه دي او د اسلامي دولت ځپل هم په نژدې راتلونکې کې ډېر اسانه نه ښکاري؛ ځکه چې ورځ تر بلې يې واک او ځواک نور هم زياتيږي او بل پلو د امريکايي ايتلاف باد ورځ تر بلې وځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x