د شوراب پر پوځي اډې د څلور ورځېني برید وروستي جزییات

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په جنوب هلمند ولایت کې د شوراب پر سترې او مهمې پوځي اډې طالبانو د لیندۍ پر ۶مه /نومبر۲۹مه/ د شپې شاوخوا ۸ بجې برید وکړ.

دغه برید چې ۱۰ تنو سرتیرو بریدګرو په کې برخه درلودله ۴ ورځې دوام او د لیندۍ پر ۱۰مه /دسمبر پر لومړۍ/ نېټه پای ته ورسېد.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک ویلي چې برید د ۶ عسکرو او ۱۰ تنو بریدګرو په وژنې سره پای ته رسېدلی.

نوموړي زیاته کړې چې جګړه له دې امله ۴ ورځو ته وغځېدله چې بریدګرو د پوځي اډې تر ټولو خوندي ځای کې مورچې نیولې وې. د ځواک په وینا په اډه کې دننه تلخونه د نظامي معیارونو سره سم جوړه شوې ده، چې د ورتګ لاره یې محدوده ده او بریدګرو هلته مورچې نېولې وې او له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وه.

دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي د نومبر پر ۲۹ د شوراب پر پوځي اډې برید، د ۵ عسکرو او د ۲۰ بریدګرو وژلو په اړه راپور ورکړ.shoranb ss

طالبان او د هلمند ولایتي چارواکو ټول بریدګر لس تنه ښودلي دي. د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک د لیندۍ پر ۹مه ویلي و چې په برید کې ۶ عسکر او ۹ بریدګر وژل شوي دي.

د شوراب د جګړې پر مهال دولتي چارواکو ادعا کوله چې ۲۵ بریدګر یې وژلي دي، خو طالبانو له پیله ویلي و چې ټولټال ۱۰ تنو په دغه برید کې برخه اخیستې. پرون دوشنبه دولتي چارواکو پخپله د ۱۰ تنو برید کوونکو جسدونه خبریالانو ته وښودل.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د ښوراب په جګړه کې د ملي اردو اته تنه سرتیري وژل شوي همدا راز ۶ رینجر موټر او ۶ پوځي بلاکونه سوځېدلي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوندان تورن جنرال سید ملوک نن /سه شنبه د لیندۍ۱۱مه/ د شوراب پوځي اډې دننه رسنیو ته ویلي چې بریدګر کې زیات شمېر پاکستاني و او پوره امکاناتو سره یې پر دې اډې برید کړی و.

خو هغه ویډیو چې د طالبانو لخوا د «شوراب حماسه» په نوم په رسنیو کې خپره شوې بریدګر په کې ټول د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو دي او په محلي ژبه غږیږي.

نوموړي ادعا کړې چې بریدګر ډیر و خو ټول نه دي توانیدلي چې اډې ته ننوځي.

تورنجنرال سید ملوک له قوله د بریدګرو له جملې ۱۶ سره یې چاودیدونکي واسکټونه هم وه.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان مني چې بریدګرو د پوځي اډې دننه مهمو ځایونو ته ځانونه رسولي وه او مقاومت ورسره ستونزمن و.

د نظامي چارو کارپوهان وايي چې ددغې پوځي اډې ته لومړی ننوتل ډير ستونزمن دي خو راوتل ترې هيڅ امکان نه لري، خو تورن جنرال سید ملکوک بیا وايي چې یو شمېر بریدګر تښتیدلي، ۶ بریدګرو ځانونه الوځولي او ۱۰ تنو بریدګرو جسدونه دوی په لاس ورغلي، اته تنه عسکر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې ۶ رینجر موټر او شپږ بلاکونه سوځول شوي خو د پژواک خبریال بیا وايي چې ده ۱۰ سوځېدلې رینجر موټر وليدلې.

د همدې قول اردو مرستيال جنرال فاروق پرواني وايي، چې بريدګرو د امريکايي سمندري ځواک يونيفورم اغوستى وو او د مرمۍضدخولۍ،سپکې او درنې وسلې، لاسي بمونه، اور لګېدونکي وسايل او خوراکي توکي يې درلودل.

د شوراب پوځي اډه په ۳۶زره جریبه ځمکه کې جوړه شوې او دفاع وزارت د ګارډ د تاسیساتو ۱۸۹۰ عسکرو په شمول زیات شمېر امریکايي ځواکونه دیره دي.

په همدې اډه کې د ملي اردو يوه سرتېري پژواک ته دنوم نه اخيستو په شرط ویلي « پېښه د يوه ګيم په څېر وه، وسله والو ډېر مهارت او معلومات درلودل، لومړى يې اغزن تارونه وشکول،لګول شوي څراغونه يې وويشتل، وروسته يې ښۍ خوا ته په ټاور ډزې وکړې او بيا يې دوه سوه متره وړاندې د مخامخ ټاور دوه ساتوونکي ووژل او ځانونه يې د ملي اردو د اوسېدو ځاى ته ورسول.»

طالبانو ددغې څلور ورځېنۍ جګړې په اړه وروستي جزییات د دوی پر رسمي وېبپاڼې خپاره کړي دي.

طالبانو ویلي چې په برید کې د دوی د سرتیرو بریدګرو د کنډک لسو تنو بریدګرو برخه درلودله او څلورو ورځو د مسلسل مقاومت ورسته د ورستي بریدګر په وژل کيدو جګړه پای ته ورسېده.

طالبانو له قوله دغه لس تنه بریدګر د یوه ځانګړي تکتیک له مخې د شوراب میدان ته ننوتل او هلته یې مهمو ځایونو ته ځانونه ورسول او «په دښمن یې کارنده ګذارونه پیل کړل».

طالبانو زیاته کړې چې د دوی بریدګر په ۴ ګروپونو ویشل شوي وو، چې هر یو یې جلا جلا دنده درلودله.

طالبانو ویلي: «استشهادي مجاهدین په څلورو ګروپونو ویشل شوي وو، یو ګروپ استشهادیانو د سوځونکو موادو په مټ په میدان کې د ولاړو وسائطو او زغروالو ټانکونو په سوځولو پیل وکړ، بل ګروپ دمیشتو اغفال شویو خارجي لنډغرو او بل یې د دا خلي غلامانو په وژلو بوخت شول او څلورم ګروپ یې له بهر نه دښمن ته دکومک لارې ورباندي په ټپه تړلې وې.»

دوی وايي چې له بریدګرو سره په تلیفوني اړیکو کې ورته وویل شول چې د عسکرو ۸۰ کسیزه ډله ورته تسلیم شوې او وسلې يې پر ځمکه ايښي دي.

د شوراب د جګړې پر مهال دولتي چارواکو ادعا کوله چې ۲۵ بریدګر یې وژلي دي، خو طالبانو له پیله ویلي و چې ټولټال ۱۰ تنو په دغه برید کې برخه اخیستې. نن دولتي چارواکو پخپله د ۱۰ تنو برید کوونکو جسدونه خبریالانو ته وښودل.

د شوراب د جګړې پر مهال دولتي چارواکو ادعا کوله چې ۲۵ بریدګر یې وژلي دي، خو طالبانو له پیله ویلي و چې ټولټال ۱۰ تنو په دغه برید کې برخه اخیستې. نن دولتي چارواکو پخپله د ۱۰ تنو برید کوونکو جسدونه خبریالانو ته وښودل.

 

طالبانو د بریدګرو له قوله لیکلي چې دغه ۸۰ کسیزه ډله په یوه تکاوۍ کې بند کړل او د هغوی له منځه يې له ۴ کسانو د پوځي بارکونو او امریکايي پټو شویو عسکرو ادرس واخېست. دوی له دغو عسکرو هغه لارې ګودرې معلومې کړې چې هم ورسره جګړه اوږدیدلای شوه او هم يې «د دښمن ملا ماتولای شوای».

طالبانو لیکلي چې ددغو یرغمل شوو عسکرو د لارښوونې پر مټ یې هغه ۳۰ تنه امریکایان چې په یوه رستورانت کې پټ شوي وه ځای پر ځای ووژل.

دوی وايي چې بریدګرو نیول شوي عسکر له ځان سر ګرځول او د عسکرو په واسطه یې د اډې نورو سیمو ته ځانونه ورسول او هم یې د نیول شوو عسکرو له لارې مقابل لوري ته ناسم معلومات ورکول.

طالبان لیکي چې د دوی ملګري «د اډې نورو بر خو ته په داسي ډول خپاره شول چي نیول شوي عسکر به یې له ځان سره ګرزول او دښمن به دا ګومان کول چې ګواکي دا د دې میدان خپل عسکر دي ، د دښمن طیارو ورباندي پر وازونه کول خو دا درک نه ورته لګیدی چي پر کومه نقطه او استقامت بمونه وار کړي،کله چي به په میدان کې میشت یرغلګرو او د هغوی اجیرو عسکرو تعرض پیل کړ نو یرغمل شویو به د تلیفون لارې کردینات ورکول چي په دې تو ګه به یې د ښکاریانو تر هدف لاندي کړل او سرونه به یې وخوړل چي دا ډول تاکتیک په جګړه کي شپږ واره تکرار شو ».

دغه جګړه په تېرو ۱۳ کلونو کې بې سارې ګڼل کیږي. طالبانو ته نيږدې سرچینو ۲ ورځې وړاندې ویلي وو چې دغو بریدګرو دومره سلاوې له ځانه سره نه وې وړې چې ۴ ورځې دې پرې د ټولې قول اردو سره مقاومت وکړي بلکې هلته د اډې دننه یې داسې ځایونو ته ځانونه رسولي و چې کولای یې شول د وسلو له لارې تر ډيره وجنګیږي.

طالبان وايي چې د دوی د معلوماتو پر اساس «په دې کامیابو عملیاتو کې پر ثقیلانو او کلاشنکوفونو برسیره په دې جګړه کي RPG راکیټونه FI او M-46 او RGD5 ګرنیټونه او په غنیمت نیول شوي سنیپر او M-16 توپکونه هم وکارول شول او د وسائطو طیارو او ټانګونو د تخریب لپاره له هغو ماینونو نه هم کار واخیستل شو چي پکي TNTټیټرایل C-3 او C4 بارود کارول شوي وو، په دې سربېره له ملګرو سره دارتباط ساتلو، قوماندې اخیستلو او معلومات ورکولو په موخه یې د مو بایل تلفونونو تر څنګ له KENWOOD TH 22 او ICOM IC-V8 مخابرو څخه استفاده کوله چي دښمن یې نور هم واخطا او سر سام کړ».

shorab fff s

د شوراب پر پوځي اډې بریدګرو د امریکا د پوځ یونیفارم اغوستی و. دعکس د طالبانو لخوا د شوراب د برید په اړه خپور شوي فلم څخه اخېستی شوې دی.

هغوی په دغه بې سارې جګړه کې د سلګونو عسکرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې او همدا راز ویلي یې دي چې په جګړه کې پوځي وسایط، الوتکې، زغروال ټانګونه، شوبلې، لرګینې خونې او د تیلو زخیرې سوځول شوي.

دوی ویلي چې له سختې جګړې وروسته د دسمبر پر لومړۍ نېټه په بریدګرو بهرنیو ځواکونو کیمیاوي مواد چې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي استعمال کړل چې له امله یې وروستی بریدګر هم ووژل شو.

د شوراب پوځي اډه وروسته تر هغه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه چې برتانوي ځواکونو ترې بسترې بار کړې. خو ویل کیږي چې اوس هم په اډه کې د افغان امنیتي ځواکونو سربېره امریکایي ځواکونه هم مېشت دي.

په روان کال کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۶۰۰ عسکر او پولیس وژل شوي دي.

رسنیو ته سم معلومات نه ورکول کېدل

د شوراب جګړه د لیندۍ پر ۶مه د شپې پر اتو بجو پيل شوه. د څو ساعتونو جګړې د تېریدلو وروسته ژورنالستانو په ټولنیزو رسنیو کې پر امنیتي چارواکو نېوکه وکړله چې د دوی تلیفونونو ته ځواب نه ورکوي او نه هم د جګړې په اړه ورسره معلومات شریکوي.

د جګړې پر سبا د هلمند ولایت د والي ویاند او د ۲۱۵میوند قول اردو امنیتي چارواکو رسنیو ته وویل چې جګړه پای ته رسېدلې او ۲۶ بریدګر یې وژلي دي.

د ژورنالستانو شکونو وروسته تر هغې نور هم زیات شول چې جګړه دوهمه او بیا درېيمې او څلورمې ورځې ته وغځول شوه.

ژورنالستانو پر امنیتي چارواکو تور لګاوه چې دوی سره ژمنې کوي خو وروسته له خپلو ژمنو په شا کیږي او دوی د جګړې سیمې ته نېږدې نه ورپریښودل کیږي.

دا انځور د طالبانو لخوا نشر ته سپارل شوې او په وینا یې هغه ۱۰ تنه بریدګر دي چې په شوراب کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو سره ۴ ورځې د اډې دننه وجنګيدل

دا انځور د طالبانو لخوا نشر ته سپارل شوې او په وینا یې هغه ۱۰ تنه بریدګر دي چې په شوراب کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو سره ۴ ورځې د اډې دننه وجنګيدل

دوی ویل چې د ۲۱۵میوند قول اردو د چارواکو لخوا ورسره څو ځل ژمنه وشوه چې واشیر ولسوالۍ ته به یې د خبري پوښښ لپاره بوځي خو وروسته چې دوی ورسره اړیکه نیوله یا یې تلیفون نه ځوابوه او یا يې هم بند کړي وه.

کورنیو او بهرنیو رسنیو خبریالانو ویلي چې د قول اردو چارواکو دوی ته اړین او سم معلومات نه دي ورکړي او له همدې امله یې کار له ځنډ او خنډ سره مخ شوې.

د لیندۍ پر ۱۰مه امنیتي چارواکو تر هغه وروسته خبریالان د جګړې سیمې ته نېږدې بوتلل چې جګړه پای ته رسېدلې او امنیتي ځواکونو په اډه کې په ډاډه زړه ګرځېدلای شول.

دوی خبریالانو ته هغه ۱۰ تنه بریدګرو جسدونه او د هغوی وسلې چې څلور ورځې يې د ۲۱۵میوند قول اردو سره پرې مقاومت کړی و، وښودل.

دا لا څرګنده نه ده چې امنیتي ځواکونو ژورنالستان هغې سیمې ته پريښي چېرې چې ۴ ورځې جګړه شوې او که یواځې یې د وژل شوو بریدګرو جسدونه ښکاره کړي.

د شوراب پوځي اډې ته د ژورنالستانو د ورتګ وروسته تر دې مهاله په انترنیتي وېبپاڼو د وژل شوو بریدګرو عکس خپور شوې او نور هيڅ نه خپاره شوي.

د شوراب د جګړې پر مهال دولتي چارواکو ادعا کوله چې ۲۶ بریدګر یې وژلي دي، خو پرون /دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه/ دولتي چارواکو پخپله د ۱۰ تنو برید کوونکو
جسدونه خبریالانو ته وښودل.

د شوراب جګړې د هلمند والي له دندې ګوښه کړ

د هلمند والي

ولسمشر اشرف غني د شوراب پر پوځي اډې د طالبانو وروستي برید له امله د هلمند والي له دندې ګوښه کړی

د هلمند ولایت والي تورن جنرال محمدنعيم د ګوښه کیدلو لامل پر امنیتي چارواکو د وروستي سخت بریدونو نه مخنیوی ښودل شوې دی.

طالبانو د شوراب پوځي اډې د برید سربېره په سنګین او نوزاد ولسوالۍ کې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۲۰ دولتي عسکر وژلي دي.

«د ۲۱۵میوند قول اردو ناکامه ده»

د هلمند ولایت شورا غړي د شوراب پر پوځي اډې د طالبانو وروستی برید او بیا برید تر څلورو ورځو پورې غځېدل د ۲۱۵میوند قول اردو ناکامي او کمزوري بولي.

د هلمند ولایت د ولایتي شورا رییس حاجي کریم ویلي چې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مسوولين د قرارداديانو په ډول کار کوي او د ده په وينا مديريت يې کمزورى دى.

نوموړي زیاته کړې چې که له مسوولینو سره محاسبه وشي سلګونه کسان به غير حاضر وي او معاشونه به يې مسوولين اخلي.

همدا راز د ولایتي شورا غړي عطاالله افغان له لوړپوړو چارواکو غوښتنه کړې چې د ښوراب اډې د نه ساتنې په غبرګون کې د ۲۱۵میوند قول اردو عدلي ارګانونو ته معرفي کړی.

نوموړي ویلي چې دغه راز بريد دوى او ټول ولس ته شکونه پيداکړي، چې له دومره ډېرو پوستو او ديوالونو څنګه طالبان تېر شوي.

طالبانو د ګډ حکومت او له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکېدا راهیسې په پلازمېنه کابل او نورو سیمو کې خپلې حملې پراخې کړي دي.

طالبانو د «شوراب حماسه» په نوم فلم نندارې ته وړاندې کړ

په داسې حال کې چې د شوراب د جګړې د پای ته رسېدو ایله یوه ورځ تیریږي، طالبانو ددې خبر تر خپريدو لږه شېبه وړاندې په خپلې رسمي وېبپاڼې د «شوراب حماسه» په نوم د دغې جګړې فلم نشر ته سپارلې.

shorab nnn

طالبانو د «شوراب حماسه» په نوم فلم نندارې ته وړاندې کړ

په دغه فلم کې د پوځي اډې دننه جګړه، د بریدګرو پيژندګلوي، پوځي روزنه او نورې صحنې ښودل شوي دي.

د شننونکو نظر

د شوراب د جګړې په اړه د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال قاري سعید وايي چې «د شوراب عملیات له دې امله مهم وو، چې په افغانستان کې دامریکایانو د اوږدمهالي شتون او پوځي اډو دامنیت په اړه یې نوې سوالیې راپورته کړې،امریکایانو فکرکاوو چې د نورو هیوادونو غوندې په افغانستان کې هم دوی کولای شي یوازې د امنیتي تړون د امضاء ترلاسه کولو په وسیله خپل پوځي حضور تمدید کړي، یعني دوی له همدې ظاهري حقوقي خنډ پرته دخپل شتون په وړاندې بل مانع نه لید.

اما داچې ددوی په یوه مهمه او په اصطلاح تلپاتې اډه داسې ځپونکي عملیات ترسره کیږي، معلومه شوه چې دامریکایانو لپاره دلته د دایمي شتون امکان ځانګړی او له نورو هیوادو جلا مفهوم لري.

د افغان مجاهدینو جرأت ، ایثار او عملیاتي لاسرسي دغه راز د امریکایي تلپاتې اډو آسیب پذیرۍ ته په پام سره به امریکایان هیڅکله دې ته زړه ښه نه کړي، چې اوږده موده خپل پوځیان او پوځي اهداف دداسې خونړیو بریدونو په آماج کې وساتي، ددوی لپاره د پوځي حیثیت موضوع ډیره مهمه ده او شاید هره ورځ دشوراب د پیښې غوندې د خپل حیثیت رژیدل ونه مني، د شوراب پوځي عملیاتو په راتلونکې کې دامریکایي اډو د امنیتي حالت په اړه بهرنیانو ته سورڅراغ ورکړ معلومه نه ده چې امریکایان به له دې څراغه څومره زده کړه وکړي .»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Najib
میلمه
Najib

Alllahu Akber de musalman pa mar kedu deer khapa kegam hagha ka her suk v wali pathi shwal kufar nu de sherab ke kufar maujud woo zaka la de sakha khu berthanavyan wathly woo

kadir mohmand
میلمه
kadir mohmand

پیروزی مقاومت ملی مجاهدین/طالبان را در (جنگ چهارم جهانی) قول اردو ۲۱۵ میوند را به ملت قهرمان مجاهد افغان فامیل های استشهادی ها وزیر حرب خلافت اسلامی مولوی اختر منصور ٬ مجاهدین سربکف و مسلمانان تبریک میگویم