افغانستان

طالبانو ویلي چي دوی د خپلو لوایحو پر اساس ماشومان خپل په لیکو کي نه پریږدي

noor_mohammad_suidider_kabulنن ټکی آسیا: طالبانو ویلي چي دوی د خپلو لوایحو پر بنسټ ماشومانو ته چي تر اوسه يي ږیره نه وي راغلي په خپلو لیکو کي نه پریږدي، او ملګرو ملتو څخه غوښتنه کوي، چي د افغان حکومت ته متوجه اوسي، تر څو په خپلو لیکو کي د اولس د کم عمره ځوانانو څخه د خپلو ناروا موخو لپاره استفاده ونه کړي.

د یادوني وړ ده چي پرون په کابل کي افغان حکومت رسنیو ته داسي ماشومان وړاندي کړه چي ګمان کیده په افغانستان کي فدايي بریدونه تر سره کړي. لاندي هغه څرګندوني چي د طالبانو د ویاند له خوا نشر شوي، ګټ مټ نشروو:


دمجاهدینو په لیکوکې دماشومانو دشتون دبې اساسه ادعا په اړه داسلامي امارت دویاند څرګندونې

دتېر په شان اوس هم ددښمن دتبلیغاتي کړیو له خوا وخت ناوخت ادعاوې کیږي ، چې دافغانستان اسلامي امارت په جهادي عملیاتو کې له کم عمره ځوانانو او ماشومانو څخه ګټه اخلي ، دغه راز دمجاهدینو په لیکوکې ګڼ شمیر ماشومان شتون لري .

باید روښانه کړو چې اسلامي امارت دخپلو اصولو له مخې په جهادي عملیاتو کې دکم عمره ( بې ږیرې ) کسانو په شمولیت مطلق بندیز وضعه کړی ، اودمجاهدینودرهنمایي لپاره دترتیب شوې لایحې په دوولسمه برخه کې یې خپل مجاهدین داسې مأمور کړي (۶۹ مه ماده – لغړزني (هغه  څوك چې دكم عمرۍ له وجې يې ږیره  نه وي راغلې) له مجاهدینو سره په هستوګن ځايونو او نظامي مراكزو کې یې اوسول ممنوع دي ) دافغانستان داسلامي امارت مجاهدین چې په ټولو جهادي امورو کې دهمدې لایحې له مخې عمل کوي تراوسه یې په کلکه دې اصل ته پام کړی ، اوپه جهادي لیکوکې یې دکشرانو موجودیت ته کله هم اجازه نه ده ورکړې .

دې ته په پام سره که بیاهم ددښمن له خوا په دې اړه پوچې ادعاګانې کیږي ،یا ځیني تبلیغاتي کړۍ داخبره بیا بیا زمزمه کوي ، یوازې یې یوه دښمنانه تبلیغاتي هڅه بللی شو.

دحیرانۍ ځای دادی چې دکابل داجیر رژیم په باره کې په دې اړوند هیڅ هم نه ویل کیږي ، هغه چې دامنیتي ځواکونو نیمایي افراد یې کم عمره کسان دي ، همدا اوس داسې ویل کیږي ، چې ددښمن د ټولو امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو ، نظم عامه اوخصوصي امنیتي کمپنیو تر ۴۵ فیصده زیات کسان ماشومان او تنکي ځوانان دي .

ددښمن په لیکوکې شامل دغه ماشومان دکومې انګیزې له مخې نه ، بلکې یوازې ددښمن لخوا دتطمیع او له ناپوهۍ څخه یې دغلطې استفادې له وجې ددښمن پوځي لیکو ته ورغلي دي ، په دې اړه اسلامي امارت دبشر دحقوقو له څارونکو ادارو غوښته کوي ، چې دې ستونزې ته توجه وکړي ، اودښمن ته اجازه ورنکړي ، چې دافغان اولس له کم عمره زامنو دخپلو ناروا موخو لپاره استفاده وکړي .

دافغانستان داسلامي امارت ویاند

قاري محمد یوسف احمدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x