د ښوراب فوځي مرکز ته د ننوتلو سرتیرو خپور شوی انځور

د شوراب څلور ورځنۍ جګړه له رسنیو پټه وساتل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): سره له دې چې په ډيموکراټيک نظام کې د بیان ازادي یو اصل ګڼل کېږي، خو په هلمند ولایت کې د رسنیو مسوولین وايي چې په دې ولایت کې د شوراب څلور ورځنۍ جګړه له دوی پټه وساتل شوه او چارواکو پرې نه ښودل چې حقایق تر خلکو ورسوي.

د هلمند د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنه وايي چې ۲۱۵ میوند قول اردو له لوري له دوی نه معلومات پټ پاتې شول او دې سرچینې د معلومات له ورکولو ډډه وکړه.

د شوراب د زورورې جګړې په پیل کې په هلمند کې مېشتو خبریالانو په خواله رسنیو کې دا شکایت وکړ چې مسوولین يې تلیفون ته ځواب نه وايي او یا يې هم تلیفونونه خاموش دي.

دغه جګړه چې د لېندۍ په شپږمه د شپې په اتو بجو پیل شوه، ځينو خبریالانو په خواله رسنیو کې ولیکل چې دوی د هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزارت له ویندویانو معلومات غواړي خو هغوی ځواب نه وي.

د هلمند د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنه وايي چې په باسټن پنډغالي  کې ډېر څه له رسنیو پټ تېر شوي، خو مسوول کسانو دوی ته اجازه ورنه کړله چې خلک له واقعیتونو خبر کړي.

دوی پخپله اعلامیه کې د دولتي مسوولینو له لوري دا ډول چلند د بیان دازادۍ مخالف بللی او دا يې د نوي حکومت د هغو ژمنو څخه سرغړاوی بللی چې د بیان ازادي د تقويې خبره يې کوله.

بل اړخ ته د جګړې د لومړۍ ورځې په سهار د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د واقعیتونو د ښکاره کولو په موخه په رسنیو په تېر بیا په نړیوالو رسینو غږ وکړ چې باسټن پنډغالي ته دې نږدې ورشي او خلک دې له حقایقو خبر کړي.

د هلمند امنیتي مسوولینو په شوراب کې د باسټن په پنډغالي د طالبانو د سرتېرو بریدګرو شمېر تر شلو هم ډېر ښود، خو پرون يې د جګړې له تمامېدو سره د طالبانو د وینا مطابق لس جسدونه د رسنیو مخکې کېښودل.

طالبانو وړاندې ویلي و، چې د دوی لس تنه سرښندونکي بریدګر په دې برید کې برخه وال دي او د دولت له لوري د شپږ ویشت تنو د وژل کېدو او پاتې نورو د جګړې خبره يې پوچه وبلله.

طالبان وايي چې په برید کې يې سلګونو تنو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او هم يې میلیونونه ډالره تاوانی ور اړولی دی.

دوی په «د شوراب حماسه» نوي خپاره کړي ویډيو فلم کې د دې جګړې اړوند بشپړ معلومات خپاره کړي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد ابوبکر
میلمه
حماد ابوبکر

زه خو داسی انګیرمه ، دوی سپیڅلی جنتیان دی ، صدقه یی ښکلی ځوانی کړی ، په رښتیا چی عاشقان دی ، په رحمان رب می یقین دی ، خپل رحمت به پری نازل کړی ، د احد د شهداوو پاک کاروان کی به یی شامل کړی ، دا مخونه جنتی دی ، ګوره څومره نورانی دی ، داسلام په ننګ قربان شول ، تجلا کړی فردوسی دی ، دا روحونه مبارک دی ، پرواز کړی عرش ته روان دی ، د حورانو مهر یی ورکړ ، خپل قصرونو ته روان دی ، میلمانه د پاک الله شول ، په… نور لوستل »