افغانستان

پرکندهاربریدکونکي له زندان ځخه وتلي طالبان دي

800_ap_afghan_explosion_100710دکورنیوچارو  دوزارت ویاند زمري بشري یوي خپري غونډي ته په خپلوخبروکې وویل ، چې  دهغوڅلوروځایونوله جملې ځخه چې وسلوالوطالبانوپرهغوي بریدکړي و  دري ځایونه تراوسه تصفیه شوي دي اودا مهال  پرکندهار هوټل عملیات روان دي . نوموړی وايې چې تراوسه یې ۲۳ طالبانوته مرګ ژوبله اړولي ده  بشري وایې  چې واړه  کسان  کوم چې دوي ته مړه یاژوبل په لاس ورغلي  دي

 هغه کسان دي چې څه موده وړاندې دکندهارله زندانه په وتلوبریالي شوي و  ، نوموړي  وايې چې تراوسه ددوي دوه تنه امنیتي ساتونکي اودوه دملي اردو عسکروژل شوي او ۱۲ پولیس  ۱۱ تنه دملي امنیت کارکونکي اودوه دملي اردو عسکرژوبل شوي دي. خودمیرویس روغتون یوتن ډاکټرچې نه یې غوښتل نوم یې یادشي په خپلوخبروکې ویلي دي چې  ترنن سهار پوري یې دوه مړي او۴۶ ژوبل کسان  روغتون ته راوړل شوي  دي .
له کندهاره دپیښي له ځايه یوعیني شاهد وايې چې ټوله شپه په ښارکې درنه ډزه ډوزه روانه وه چې دسپېدوخواته لږکمه شوه خوله  لمرختوسره یې  یوځل بیازور واخست  ، دنوموړي په ویناچې ټوله شپه چورلکې په هواکې تاویدي اوخلګ ټول په خپلوکورونوکې له سختې ویرې اواندیښنې  سره بند پاتې دي
دیادونې وړده چې طالبانوپه یاده جګړه کې د امنیتي ساتونکوپولیسوملي اردو اودامنیت ملي کارمندانوله جملي ځخه د۱۱۵ تنو دمرګ اوژوبلې  رسنیوته ویلي دي . او وايې چې اوس یې هم جنګیالي سخته مقاومت کوي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x