نړۍ

د فرانسې پارلمان د فلسطيني دولت په رسميت پيژندلو لپاره رايې اچوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۱مه ۱۳۹۳ل): فرانسوي رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد پارلمان به نن د فلسطين په رسميت پيژندلو په موخه رايې واچوي.

ويل کيږي، چې د فرانسوي وکيلانو دغه پرېکړه به د فرانسې پر رسمي دريځ هيڅ اغېز ونه لري او فرانسې له دواړو لوريو غوښتي، چې سيمه کې د امن او سوکالۍ په موخه بايد بامقصده خبرې اترې پيل کړي او د دوو کالو په ترڅ کې بايد دغه خبرې يوې نتيجې ته ورسيږي.

د فرانسې پارلمان حکومتي او کيڼ اړخي وکيلان هڅه کوي، چې خپل حکومت وهڅوي، تر څو د فلسطين حکومت په رسميت ويېژني.

د فرانسې پارلمان به نن د ګرينويچ پر وخت د ورځې څلور بجې د فلسطين په اړه خپلې رايې وکاروي.

د فلسطيني حکومت په اړه ترسره شوې وروستۍ سروې وايي، چې نژدې شپيته سلنه فرانسويان د فلسطيني دولت په رسميت پېژندلو ملاتړ کوي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فايبوس د فرانسې پارلمان ته وويل، چې حکومت د پارلمان د پرېکړې له امله دې ته نه دی اړ، چې فلسطيني دولت په رسميت وپيژني او اوسنی وخت د دې نه دی، چې فلسطيني دولت دې په رسميت وپيژندل شي.

ښاغلي فايبوس زياته کړه، چې لومړی به دوی هڅه کوي، چې د اسراييلو او فلسطيني لوري تر منځ د خبرو اترو په نتيجه دغه کړکيچ له منځه يوسي.

بل پلو اسراييلي چارواکو د فرانسوي پارلمان دغه پرېکړه غندلې ده.

د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نتيانياهو وايي، چې د فرانسې پارلمان دغه پرېکړه يوه تاريخي تېروتنه ده.

د درېيمې نړۍ ډېری هېوادونو فلسطيني دولت په رسميت پيژندلی او لويديځ هېوادونه فلسطيني دولت په رسميت نه پيژني او په دې اړه د امريکا او برتانيا د رسمي موقف ملاتړ کوي، چې فلسطيني دولت بايد اسراييلو سره د مذاکراتو په نتيجه رامنځته شي، مګر دغه هېوادونه انديښمن دي، چې اسراييل فلسطيني خاوره کې ورځ تر بلې نور کورونه جوړوي او دا کار به د مذاکراتو لړۍ سخته زيانمنه کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير فايبوس وايي، چې دوی به د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د فلسطين او اسراييلو تر منځ د مذاکراتو د بيا پيلولو غوښتنه وکړي او دغه مذاکرات بايد د دوو کالو په ترڅ کې نتيجه ورکړي او که چېرته دغه مذاکرات ناکام شي، نو دوی بيا اړ دي، چې فلسطيني دولت په رسميت وپيژني.

بل پلو ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازي رياض منصور ويلي، چې د فرانسوي پارلمان دغه پرېکړه به د فلسطين د ربړې په ختمولو کې رغنده رول ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x