نظــر

خطرزنګ – که اشغال دوام وکړي د ایډز وبا به مو وژني

لیکوال: زخمي افغان

د دسمبر لومړۍ ورځ په نړیواله کچه د ایډز یا HIV وایروس ضد کمپاین ته ځانګړې شوې ده، په دې ورځ په ګرده نړۍ کې ددې خونړي مرض په وړاندې تبلیغات کیږي،احصایي وړاندې کیږي او دمخنیوي لپاره یي هڅې ترسره کیږي.

سږ کال په همدې ورځ چې د نوي حکومت د روغتیا وزارت کوم راپور خپور کړی خورا بوږنوونکی او شرمناک دی، روغتیا وزارت وایي په تیر کال کې په افغانستان کې د ایډز د خپراوي سرعت لس فیصده زیات شوی دی، د روغتیا وزارت دارقامو اواحصایو له مخې ۱۳ کاله وړاندې د طالبانو دحکومت په مهال په افغانستان کې دایډز هیڅ پیښه نه وه ثبت شوې، دبهرنیو ځواکونو او غرب زده ګانو له راتګ سره افغانستان ته ایډز راغی، او سرایت یي پيل شو، تر ۲۰۰۹ م کال پورې په درست افغانستان کې ۳۰۰ کسان په دې ویروس ککړ شول، خو له دې وروسته دایډز دسرایت کچه نوره هم زیاته شوه،تردې چې د سږکال د شمیرو له مخې ۱۶۹۴ تنه هیوادوال په دې مردار ویروس اخته او خپل مرګ ته شیبې ته شماري.

د روغتیا وزارت د اظهاراتو له مخې دایوازې هغه کسان دي چې رسما په ایډز د مبتلا مریضانو په حیث پیژندل شوي او دروغتیا له وزارت سره ثبت دي،څرنګه چې په هیوادکې ایډز ته د یوه شرمناک مرض په سترګه کتل کیږي،داسې ګمان کیږي چې ددې څو برابره مریضان به داسې وي چې تراوسه یي خپل مرض پټ ساتلی او دشرم له وجې یي له روغتیا وزارت څخه مرسته نه ده طلب کړې، په همدې بنیاد د روغتیا وزارت اټکل کوي چې شاید په هیواد کې په ایډز د مبتلا مریضانو شمیر تر څلورنیم زرو زیات وي .

افغانستان چې روغتیایي اسانتیاوې په کې په نشت حساب دي،د حفظ الصحې امکانات یي ډير ابتدایي دي،تر یو میلیون زیات معتادین لري چې له دې جملې شل فیصده معتادین یي د تزریق یا ستن لګولو له لارې مخدره مواد مصرفوي په داسې ډول چې لسګونه کسان خپل وینه یو تر بله تبادله کوي، ترڅو په نشه دککړې وینې په توسط بل کس ته نشه انتقال شي، په داسې چاپیریال کې د ایډز د شیوع لپاره امکانات خورا زیات دي او دا د راتلونکي نسل لپاره یو بوږنوونکی خبر بلل کیدای شي.

د څیړنو له مخې ثابته شوې چې ایډز د ایبولا غوندې یو استعماري مرض دی، چې استعماریي قصدا په ځینو هیوادونو کې خپروي، افغانستان ته هم دا مرض له بهرنیو یرغلګرو او غرب زده ګانو سره راغلی چې د تلفاتو او شرم ټول بار به یي هم ددوی په غاړه وي.

همدا اوس چې په هیواد کې د بهرنیانو لخوا له یوې خوا فحاشۍ او بي بندوبارۍ ته لمن وهل کیږي، او ورسره د ایډز د خپریدو کچه په بوږنوونکي ډول مخ پورته روانه ده، داسې ښکاري لکه استعمارګر چې دخپل دې راوړي مرض په توسط غواړي افغانانو ته سزا ورکړي.

دا چې په ایډز د اخته کیدو پیښې په یوه لسیزه کې له صفر څخه ترزرګونو رسیږي، باید په روغتیایي برخه کې د خطرزنګ په نظر ورته وکتل شي، که د اشغالګرو او ددوی دفاحشو اذنابو په شتون کې د ایډز سرایت دوام پیدا کوي کیدای شي په راتلونکو کلونوکې دا مرض په یوه وژونکي وبا واوړي چې بیا به یي کنټرول ممکن نه وي .

زموږ هیوادوال خپل وروسته پاتې والي او ابتدایي امکاناتو په پام سره په هیڅ ډول نه شي کولای په صحي او وقایوي هڅو سره د ایډز دسرایت مخه ونیسي ، په هیواد او درانه اولس کې دایډز د مخنیوي یوازینۍ لاره دا کیدای شي، چې ددې بدمرغه مرض بیخ او جړ غوڅ شي، د ایډز جړ بي دینه بهرنیان او ددوی زناکار ګوډاګیان دي، دا مرض له دوی سره راغلی او که دوی پسې واخلو نو مرض به یي هم ورسره لاړ شي، که بهرني فاحش اشغالګر په دې هیواد کې پاته وي ضرور به په شعوري او غیرشعوري توګه د ایډز سرایت ته وده ورکوي او په پای کې به دا مرض د افریقایي هیوادونو غوندې په وبا بدلوي ،په هغه صورت کې بیا نو باید دا ومنو چې راتلونکې نسلونه به مو د ایډز له لاسه د مرګ غیږې ته ځي . اعاذنالله منها

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x