طالبانو په غزني کي د نیول شوي کناډايي تابعیت لرونکي ویډیو نشر کړه (ویډیو)
نن ټکی آسیا: طالبانو نن د کناډايي تابع چي د طالبانو په ګمان يي په غزني ولایت کي د طالبانو په اړه استخباراتي معلومات ټولول، او دده سره نیول شوی آلاتو دوی ته دا څرګنده کړه، چي نومړي د خپل هیواد له خوا د جاسوسۍ په موخه غزني ته را لیږل شوی دی.
طالبانو نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوي لیک کي د کنډا د حکومت څخه غوښتنه کړې چي د نومړي کس د خلاصون په اړه دي خپلي هلي ځلي وکړي،
کنه نو دغه کس به د محاکمې سره مخ شي، طالبانو نن ټکی آسیا ته ددغه نیول شوي کناډايي ویډیو هم را استولي..
چي دا دی د خپلو کتونکو د لا معلوماتو لپاره مونږ دلته کټ مټ نشروو:
دکناډایي اسیر( Rutherford Colin, Mackenzie )ویډیو او دقضیې په اړه یې داسلامي امارت دویاند څرګندونې
څومیاشتې وړاندې دکاناډا هیواد یوتن تابعیت لرونکی او دهمدې هیواد داستخباراتي ادارې کارمند(Rutherford Colin, Mackenzie ) چې دکاناډا دټورنټو ښار اوسیدونکی دی ، دغزني په ولایت کې دمجاهدینولخوا ونیول شو.
لکه څنګه چې له نیولو وړاندې نوموړی دمشکوکو فعالیتونوله وجې دمجاهدینو ترڅار لاندې وه ، ترنیولو وروسته هم له نوموړي څخه پلټنو اوورسره موندل شویو شواهدو څرګنده کړه ،چې نوموړی د استخباراتي فعالیتونو په موخه افغانستان ته راداخل شوی وه ، او له اوږدې مودې راهیسې یې دیوه فعال جاسوس په توګه داسلامي امارت دمجاهدینو په اړه استخباراتي معلومات راټولول .
دافغانستان اسلامي امارت له دې وړاندې هم دیوې اعلامیې له لارې دکاناډا له حکومت څخه غوښتنه کړې وه ، چې دنوموړي دقضیې دحل په موخه داسلامي امارت لخوا ورته ایښودل شوي شرطونه ومني ، داځل دافغانستان اسلامي امارت یوځل بیا دکاناډا په حکومت غږ کوي ، چې دنوموړي دقضیي دحل لپاره په عاجله توګه لاس په کار شي ، او که نه نو نوموړی اسیر له محاکمې سره مخ کیدلای شي ، دغه راز له وعدې سره سم دنوموړي اسیر ویډیو هم نشرته سپارل کیږي ، چې په لاندیني لینک یې کتلای شئ .
www.alemarah-iea.net/1111.wmv
داسلامي امارت ویاند
ذبیح الله مجاهد
۲۰۱۱/۵/۸ م
—–
ویډیو تاسو د امارت د سایټ څخه هم خپل کمپیوټر ته هم کښته کولای سی، او بیاي کتلای سی، نن ټکی آسیا هم دغه ویډیو خپل د یوټیوب چینل ته پورته کړې، چی دا دی دلته يي ستاسو سره په ژوندی بڼه دلته په همدې خبر کي شریکه وو:
رالیږل شوي ویډیو:
{youtubejw}47WH4HPHtHQ{/youtubejw}