د شوراب له جګړې کونړ ته څوارلس جسدونه ولېږدول شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو له لوري په هلمند کې د ګډ ځواکونو په مشهور پنډغالي په سرتيري برید کې یواځې د ختیځ ولایت کونړ څخه د ملي اردو څوارلس عسکر وژل شوي دي.

سره له دې چې د هلمند امنیتي چارواکو په دې جګړه کې د ملي اردو د اتو عسکرو او د طالبانو د شپږ ویشتو بریدګرو دعوه کوله، خو بې پرې سرچینې وايي چې یواځې څوارلس جسدونه يې همدا نن د ختيځ ولایت کونړ په لوري ولېږل.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې وږمه ساپۍ د فیسبوک پخپله رسمي پاڼه کې لیکي، چې نن ورځ د هغې لپاره  تر ټولو سخته او غموونکې ورځ وه.

هغه لیکي: « نن زما لپاره د خپلې کاري دورې تر ټولو سخته او غمیزه ورځ وه. نن مې د ملي سرتېرو ۱۴جنازې انتقال کړې.»

د وږمې ساپۍ له قوله :«دغو سرتېرو د هملند په شوراوک ولسوالي کې دنده ترسره کوله چې خپل ځانونه يې د دې خاورې د دفاع په خاطر قربان کړل.»

طالبانو پخپل راپور کې ویلي، چې دوی سلګونو ګډو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او د دوی لس تنه سرښندونکي بریدګر هم له څلور ورځې مقابلې وروسته ووژل شول.

د ختیځې سیمې مدني فعالان په جنګي سیمو کې د دې ولایتونو د عسکرو مېشت کول د دولت خیانت او تعصب بولي.

د ځيرک فهیم په نامه یو تن لیکي: «د ملي دفاع وزارت يو ستر خيانت دادى چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې يوازې د کونړ او ننګرهار سرتېري په هلمند او ورته جنګي ولايتونو کې مېشته کړي.  هلته په لسګونه داسې افسران هم شته چې شپږ اوه کاله يې د ماموريت وشو، په داسې حال کې يو افسر بايد درې کاله په جنګي سيمو کې پاتې شي.»

د اکمل ظاهر په نامه بل تن هم ورته نظر لري، هغه لیکي: «ریښتیا هم دا یو لوی ظلم دی ددې په اړه باید جدي کار وشي دا خبرې باید وړې ونه بلل شي بل دخپل حق نه دفاع سمت پالنه نده که وي نو هغه خلک بیا زموږ نه دېر سمت پالونکي دي موږ سمت پالنه نه کوو خپل حق غواړو.»

د طالبانو له لوري دغه برید د سږ کال تر ټولو اوږد او خونړی برید و.

ځوان لیکوال او شناند قاري سعید وايي، چې پر دې برید سره د امریکا پوځي حیثیت ورژید، نوموړی د دې برید د پیغام په اړه وايي: « شوراب پوځي عملیاتو په راتلونکې کې دامریکایي اډو د امنیتي حالت په اړه بهرنیانو ته سورڅراغ ورکړ معلومه نه ده چې امریکایان به له دې څراغه څومره زده کړه وکړي.»

دغه برید د لېندۍ د میاشتې په شپږمه د ماښام په اتو بجو پیل شو،چې څلور ورځې يې دوام وکړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د