بادغیس چارواکي: نښتو کې یو طالب او ۶ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو او ملي اردو تر منځ نښته کې د ملي اردو ۶ عسکر او یو طالب وژل شوی دی.

په بادغیس کې د ملي اردو د درېیمې لوا قومندان جنرال محمد داوود وفادار ویلي چې طالبانو په جوی ګنج سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بېګا د شپې پر ۱۲ بجو برید وکړ چې په ترڅ کې د ملي اردو ۶ عسکر ووژل شول.

نوموړي زیاته کړې چې جګړه د ورځې تر ۱۲ بجو روانه وه؛ خو وروسته د دولت وسله وال مخالفین له سیمې وتښتیدل.

د عبدالمجید په نوم د سیمې یو اوسیدونکي پژواک ته ویلي چې په دغه سیمه کې د ملي اردو یوې پوستې سقوط کړی دی.

خو جنرال وفادار د پوستې سقوط رد کړی او ویلي یې دي چې ملي اردو عسکر اوس هم په پوسته کې مقاومت کوي.

امنیتي چارواکي وايي چې د برید په اړه څېړنې کوي.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په جوی ګنج سیمه کې یې د شپې شاوخوا ۱:۳۰ بجه د ملي اردو په یوې امنیتي پوستې پراخ وسله وال برید وکړ چې تقریبا یو ساعت یې دوام درلود.

قاري یوسف زیاته کړې چې په برید کې یې له سپکو او درنو وسلو کار اخېستی، ۶ عسکر يې وژلي او نور يې په تېښته بریالي شوي.

طالب ویاند ادعا کړې چې یوه دهشکه، یو توپ، یو هاوان، یو درازکوف، یو جلسي ټوپک او نور مهمات یې نیولي.

مجاهد د خپل یو ملګري وژل کيدل هم منلي دي.

طالبانو د ګډ حکومت او له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکېدا راهیسې په پلازمېنه کابل او نورو سیمو کې خپلې حملې پراخې کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د