fbpx
میرویس اشرف د لوبي غوره لوبغاړی ونومول شو

کرکیټ: افغانستان د متحده عرب اماراتو څخه دریمه لوبه وګټل

نن ټکی آسیا: نن په دوبۍ کې د دواړو هیوادونو تر منځ د کرکیټ دریمه یوه ورځنۍ لوبه تر سره شول، چې د افغانستان په ګټه تمامه شول.

دغه لوبه چې په د دبۍ په ښار کې د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ تر سره شول، د لوبي په پیل کې افغانستان پچه وګټل، او خپل حریف لوبډلي ته یې د توپ وهني (بیټنګ) دعوت وکړ.

متحده عرب امارات په خپل پنځوس اورو کې یوازي ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړ، او د منډو شمېر یې ۲۷۳ ته ورسوی.

ددغه هیواد خرم خان ۸۵، محمد شهزاد ۶۲ او امجد علي ۴۷ ښه لوبه وکړه.

د افغانستان له خوا کامیابه بال غورځونکی دولت زدران وو، چاچې په خپل لس اورونو کې دوه تنه لوبغاړي وسوځول، او همداسي میرویس اشرف ، جاوید احمدي، او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی له میدانه وشړی.

په جواب کې د افغانستان لوبډله وتوانیدل چې دغه هدف د میرویس اشرف په چټکي توپ وهني سره تر لاسه کړي.

که څه هم په ظاهره داسي نه ښکاریدل چې افغانستان به دغه هدف تر لاسه کړی، ځکه چې په ۱۶۹ باندي د افغانستان شپږ تنه غوره توپ وهونکي سوځېدلي وه، او دغه وخت کې 32 اوروونه غورځول شوي وه، خو له هغه وروسته چې کله په اوم نمبر باندي  شفیق الله میدان ته راغلی، نو لوبه یو ځل بیا په سمه لار ور برابره شول، نوموړي په ۳ شپيږو او یو څلوریزو وهلو سره ۳۹ منډي جوړي کړې، او بیا وسوځول شو، خو میرویس اشرف د دولت زدران او شاپور زدران سره په ملتیا همت ونه بایلو، او لوبه یې جاري وساتله، تر دې چې په په ۴۹ اور کې په څلورم بال باندي هدف ته ورسیدل، او یو بایللې لوبه یې یو ځل بیا په خپل نامه کړه.

د لوبي غوره لوبغاړی میرویس اشرف ونومول شو.

باید وویل شي چې دا دریمه لوبه چې ددواړو هیوادونو تر منځ تر سره شول، ددې تر مخه متحده عرب اماراتو دوه لوبي د افغانستان څخه ګټلي دي، ددواړو هیوادونو تر منځ یوه لوبه پاته ده، که چیري هغه هم افغانستان وګټي، نو دواړه به مساوي شي.

تمه ده چې څلورمه لوبه به سبا نه بل سبا د دیسمبر په ۴ مه تر سره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د