د امریکایانو له وتلو څخه وروسته دافغانستان په اړه دهندوستان اندیښنه
(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۸) نوي ډهلی: داسامه له شهادت څخه وروسته په افغانستان کي دجنګ دختمولو په اړه له هندوستان سره سخته انديښنه پیداشوی ده.
دهندوستاني خبري سرچینو له مخي چي خبریالانو له وړاندي لا دافغانستان ویزي ترلاسه کړی دي.
داسي ویل کیږي چي په کابل کي دهندوستان سفارت ته مخکي لا د من موهن سنګ دسفرخبرورکول شوی دي، او په کابل کي دهندوستان سفارت دنوموړي دراتګ لپاره ټول اړین ترتیبات نیولي دي.
من مو هن سنګ به له افغاني چارواکو سره دافغانستان پرراتلونکي باندي ږغیږي، خو دنوموړي دسفر مهم اړخ به له امریکایانا څخه وروسته په افغانستان کي دپاکستان رول وي، ځکه له هندوستان سره ویره شته چي دبهرنیانو له وتلو څخه وروسته به پاکستان یو ځل بیا کوښښ وکړي ترڅو دافغانستان په چاروکي فعال رول ولوبوي.
بخت الرحمن بخت…………………..نن ټکی اسیا