مایکروسافټ ټول ایکس باکس یو مړوند بند کې ځای پر ځای کوي

مایکروسافټ ټول ایکس باکس یو مړوند بند کې ځای پر ځای کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ څه موده مخکې خپل لومړنی مړوند بند بازار ته وړاندې کړ چې د اړیکه ټینګولو او لیکلي پیغام استولو سربیره نورې ډیرې وړتیاوې به هم لري.

لومړنی مړوند بند له کامیابۍ وروسته دغه کمپنۍ غواړي خپل مشهور او کامیاب تولید ایکس باکس په یو مړوند بند کې ځای پر ځای کړې چې کاروونکو ته يې انتقال اسانه شي.

دغه خبر د مایکروسافټ کمپنۍ د ایکس باکس څانګې مسوول ورکړی. نوموړي خبریالانو ته وویل: «د مړوند بندونو بازار د ودې په حالت کې دی او مونږ هیله لرو چې مایکروسافټ کمپنۍ راتلونکی کال په دغه برخه کې ډير او مهم تولیدات کاروونکو ته وړاندې کړي.»

نوموړی زیاته کړه: «مونږ غواړو خپل مړوند بند کې چې له مخکې د روغتیا او اړیکو ټینګولو وړتیا لري ایکس باکس ون هم زیات کړو. مایکروسافټ نوی مړوند بند به د روغتیا په اړه معلومات ورکوي، کاروونکو ته د لارې نقشه ښيي او اړیکه ټینګولو سربیره به د ګیم کولو وړتیا هم ولري.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د