نادري ناولده

د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لومړنی او متفاوت هوټل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): انسان د خپل فطر په اساس همیشه د یو نوي څیز په لټه کې وي. د همدې هیلې پوره کولو لپاره په افریقا کې د بحر په ژورو کې یو نوی هوټل جوړ شوي چې خلک خپل ځان د کبانو په منځ کې احساسوي.

دغه هوټل چې مانټا نومیږي د افریقايي هیواد تانزانیا په زنزبیر نومې ساحلي سیمه کې د ځمکې له سطحې څخه ۲۵۰ متره ژور جوړ شوی. دغه درې پوړیز هوټل یو ډوډۍ خوړلو خونې سربیره نورې ډیرې خونې هم لري.

د دغه هوټل اوسیدونکي شاوخوا د کبانو او ټول بحر له لیدو خوند اخیستلی شي. د شپې له خوا کله چې څراغونه لګول کیږي نو په شنو اوبو کې مختلف رنګ لرونکي کبان ډیر زړه راښکونکي ښکاري.

دغه درې پوړیزه ودانۍ د سویس هیواد یوې کمپنۍ له خوا ډیزاین شوې. دغه هوټل کې دوه بستر لرونکی خونې د یوې شپې کرایه ۱۵۰۰ ډالره او یو بستر لرونکې خونې کرایه ۹۰۰ امریکايي ډالره ده.

تر اوسه څلور کسه د غې هوټل میلمانه شوي چې د هغوی له جملې څخه یو کس وویل چې دغه هوټل کې پاتې کیدل نوموړي ته د یو خوب په څیر ښکاریده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد مختار درانی

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکات

ډیر خوشحاله یم چه د نن ویبپاڼی د ښه والی په باب تاسو ته خپل نظر وړاندی کوم زما په شخصی نظر دا یوه ډیره زبردسته او په زړه پوری ویبپاڼه ده ډیر ښه مطالب نشر کوی او په وخت خبرونه خپروی نو له تاسو مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x