افغانستانخبرونه

ناټو سرمنشي د طالبانو وروستۍ زورورې حملې «نمایشي» وبللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو سرمنشي، جینز سټالټنبرګ یو افغاني محلي ټلویزیون سره مرکه کې د طالبانو وروستۍ زوروې حملې «نمایشي» بللي. سټالټنبرګ زیاته کړې چې طالبانو تېره اوونۍ ځکه خپلو حملو ته زور ورکړ چې د لندن کانفرانس ته خپل ځواک وښيي.

دی وايي: «طالبان لا هم کولای شي په هېواد کې پراخې حملې ترسره کړي، مګر دوی دا توانايي نه لري چې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي».

ناټو سرمنشي داسې مهال د طالبانو حملې «نمایشي» بولي چې د دې ډلې جنګیالیو روانه اوونۍ د هلمند په ښوراب کې د باسټن نظامي اډې دننه تر څلورو ورځو د امریکايي او ملي اردو ځواکونو پر ضد وجنګېدل.

ناټو سرمنشي روانه اوونۍ ځکه افغانستان ته مهمه وبلله چې د لندن کانفرانس په مخ کې دی.

ناټو له ۲۰۱۴ کال وروسته د «ثابت ماموریت» تر نامه لاندې به د ګډ حکومت د ځواکونو په روزنه، تجهیز او تمرین کې برخه اخلي. امریکا هم د ورته تګلارې خبره کوله؛ خو وروسته ولسمشر اوباما ناببره د جګړه ییز ماموریت د یوه کال غځېدا خبره وکړه.

سرمنشي وویل: «ثابت ماموریت داسې یو ماموریت دی چې موږ به مرسته، تجهیز او تمرین ورکوو او دا به یو غیرمحاربوي ماموریت وي».

ناټو سرمنشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې په تېره په پلازمېنه کابل کې پر حکومتي او د بهرنیانو پر استوګنځایونو د طالبانو حملو زور اخیستی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

د ناټو مشر ته ووایه چی کونه ټینګه کړه–( په ډیری بخښنی سره)

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x