افغانستان
دبهرنیانودشپږو ورځوپه لګښت سره د ۱۶ ملیون ماشومانوزده کړه

دافغانستان دپوهني وزیر فاروق وردګ دخپل وزارت واقتصادي ستونزو ته په اشاره کولوسره وايي چې که بهرني ځواکونه دخپلوشپږو ورځولګښت دافغانستان ښونځیوته ځانګړی کړي نو ۱۶ ملیونه افغاني ماشومان به وکولای شي چې ښونځیوته لاړشي . نوموړي وایې چې په افغانستان کې میشت بهرنیان دزده کړي په ډګرکې ډېر کم څه کوي له همدي کبله دپوهني وزارت له سختواقتصادي ستونزوسره مخ دي اونشي کولای چې دنويوښونځیوپه جوړولواودزده کړي دکچې اوکیفیت په لوړولواوښه کولو کې موثررول اداکړي دیادونې وړده چې په افغانستان کې دامریکا ورځني جنګي لګښت ترڅلورملیارده ډالروپوري رسیږي