د نن سرلیکنه

د شوراب افسانوي جګړه، مطبوعاتي تحریم څومره بریالی و؟! /سرلیکنه

نن ټکی آسیا – روانه اوونۍ د هلمند په شوراب کې د بهرنیانو په باسټن هوايي پوځې اډې برید تر ټولو تود خبر و. د شوراب اډې جګړه په افغانستان کې د امریکایانو په دیارلس کلن حضور کې بې سارې جګړه وه. لس تنه وسله وال طالبان وتوانېدل چې له ټولو امنیتي خنډونو تېر شي او د باسټن پوځي اډې حساسو سیمو ته ځانونه ورسوي. طالبانو دغه جګړه دومره پېچلې پلان کړې وه چې د هلمند ولایت اړوند میوند قول اردو یې له مهارولو پاتې راغله او د لسو طالبانو او نظامي اډې د ساتونکو او شته پوځیانو ترمنځ جګړه څلورو ورځو ته وغځېده.

د جګړې پېچلتیا، د امریکایانو او ملي اردو تلفات، د طالبانو نظامي-مطبوعاتي بریا او په ټوله کې د افغان حکومت له خوا د دې ځانګړي برید هر اړخ ته په مطبوعاتي تحریم هرکلی وشو!

د نظامي چارو کارپوهان پر دې باور دي چې په دغسې جګړو کې ښايي تل پر خپلو تلفاتو او د دښمن پر بریاوو سترګې پټې شي. دا یو نظامي اصل دی؛ خو دلته ښايي افغان حکومت د ولس پر وړاندې خپل مسئولیت درک کړی وای او د پېښو رښتینې صحنې يې د ولس له سترګو نه وای پټې کړې.

په یوویشتمه پېړۍ کې د «مطبوعاتي تحریم» مسئلې خپل ارزښت په بشپړ ډول بایللی. ټولو د نظرخاوندانو او شنونکو د شوراب د جګړې په تړاو له خواله رسنیو د جګړې د ټولو باریکیو په اړه معلومات ترلاسه کړل. طالبانو شېبه په شېبه د خپلو بریاوو خبرونه خپرول. د بېلګې په ډول، د هلمند محلي چارواکیو د خپلې ماتې د پټېدو لپاره په سر کې د طالب بریدګرو شمېر ۲۶ باله. ځینو یې بریدګر «پاکستانیان» بلل؛ خو پرون، کله چې د هلمند همدغو محلي چارواکیو د رسنیو پر وړاندې د لسو تنو بریدګرو جسدونه کېښود، هر څه ښکاره شول. هلته دا ثابته شوه چې برید د طالبانو په له قول سره سم، د لسو تنو افغانانو له خوا ترسره شوی و.

که حکومت د مطبوعاتي تحریم هڅه کوي، په مقابل کې يې بیا طالبانو تر خپلې وسې د پېښې مختلف اړخونه تر رسنیو ورسول. طالب بریدګر د موبایل پر کرښه طالبانو ته وايي چې ۳۰تنه امریکایان مو په خوړنځي کې ووژل. دوی د لسګونو تنو ملي اردو پوځیانو د وژلو ادعا کوي. د طالبانو له خوا حکومت ته اړول شوي تلفات نن هغه وخت رسنیو ته درز وکړ چې یوازې کونړ ولایت ته د ښوراب په جګړه کې د وژل شوو ملي اردو پوځیانو څوارلس تابوتونه ولېږدول شول!

په سپټمبر کې له امریکا او ناټو سره د اشرف غني او حنیف اتمر له خوا د تړونونو تر لاسلیک وروسته د ښوراب جګړه د خپل ډول تر ټولو پېچلو، وژونکې او ورانوونکې جګړه وه چې د حکومت له هڅو سره سره یې هم خبر تر رسنیو ورسېد. د طالبانو دې حملې ښکاره کړه چې دوی اوس کولای شي حتا داسې اډې هم په نښه کړي او تر څلورو ورځو په کې جګړه وکړي چې تمه وه له ۲۰۱۴ وروسته امریکایانو ته سپارل شوې وه. له مریکا سره امنیتي تړون ښکاره کړې ده چې د افغانستان په نهو ستراتيژیکو نقاطو کې به امریکایانو ته نهه پوځي اډې ورکول کېږي. طالبانو شاید امریکايي حکومت او ولس ته هم دا پيغام رساوه چې که له اشرف غني سره د لاسلیک کړي تړون د موادو پر پلې کېدا ټینګار کوي؛ نو دوی به یې په دغسې پېچلو حملو هرکلی وکړي.

د ښوراب وروستۍ جګړه ځکه افسانوي باله شي چې په نړۍ کې داسې لږ پېښ شوي چې لس تنه دې د باسټن په څېر یوې پېچلې پوځي اډې ته ننوځي او هلته دې بیا تر څلورو ورځو له یوه پاخه روزل شوي پوځ سره مقاومت وکړي. طالبانو په دې حملې سره خپله خبره تر نړۍ ورسوله.

افغان حکومت ته ښايي د مطبوعاتي تحریمونو او تبلیغاتي بې مفهومه جګړو چې اوس یې رنګ بایللی پر ځای واقعیتونه په خلاصو سترګو او ازاد قضاوت سره درک کړي او اړوند مسئولانه اقدامات دې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x