افغانستان

مسيحي مؤسسه: افغانستان کې د خيريه ټولنو پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): يوې مسيحي مؤسسې «کريسچن ايډ»د نوې تر سره شوې سروې له مخې ويلي، چې افغانستان کې د مرستندويه ټولنو پر وړاندې خنډونه او ګواښونه د پخوا په پرتله ډېر شوي دي او له تېر کال راهيسې په دغو خنډونو کې بې کچه زياتوالی راغلی دی.

دا سروې تېره ورځ په داسې حال کې خپره شوه، چې نن او سبا لندن کې د افغانستان په اړه «لندن کنفرانس» پيليدونکی دی او د ګډ حکومت د دواړو مشرانو په ګډون ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي لندن ته رسېدلي دي.

لندن کنفرانس کې د ګډ حکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله له نړيوالې ټولنې د مرستو د راټولو په موخه ګډون کوي او له نړيوالې ټولنې غواړي، چې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

سروې زياتوي، چې يو پلو افغان چارواکي له نړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کوي او بل پلو افغانستان کې د مرستندويه ټولنو پر وړاندې خنډونه ورځ تر بلې زياتيږي او تېر کال راهيسې دغه ګواښونه او خنډونه شپېته سلنه زيات شوي دي.

د باګ مؤسسې مدير جاويدنادر وايي، چې خيريه مؤسسې له سختو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بوديجه يې د پخوا په پرتله ډېره کمه شوې ده.

سروې راپور کې راغلي، چې تېر کال راهيسې د خيريه مؤسسو بوديجې ۷۳ سلنه کمې شوي او کېدای شي، سږکال نورې هم کمې شي.

«نړيواله ټولنه نه يوازې دا چې بايد افغانستان وژغوري، بلکې د افغانستان اداري ميکانيزم او جوړښت ژغورل هم د دوی دنده ده.»

بلخ کې د ويار مرستندويه ټولنې يوه کارکوونکې ماريه رهين وايي، که افغانستان د امنيتي او اقتصادي ستونزو له امله سقوط کوي، نو دا کار د افغانستان په ګډون نړيوالې ټولنې لپاره هم د شرم خبره وي.

د خيريه مؤسسې کورني او بهرني کارکوونکي په ښارونو او لرو پروتو سيمو کې له سختو ستونزو او ګواښونو سره مخ دي. د نعيم احمدزی په نوم د يوې خيريه ټولنې کارکوونکي پر موټر له چاودنې وروسته نوموړي خپله کورنۍ له پکتيا کابل ته راوستې او وېريږي، چې بهرنۍ مؤسسې سره د کار کولو له امله خپل ژوند له لاسه ورنکړي.

سروې کې راغلي، چې پر لويديځو مؤسسو تور دی، چې افغانستان کې يې ډېر فعاليتونه د جاسوسۍ لپاره وي او له همدې امله يې د کارکوونکو ژوند له ګواښونو سره مخ وي.

د مسيحي مؤسسې له خوا په ترسره شوې سروې کې راغلي، چې د افغانستان په ولسواليو کې د طالبانو فعاليتونو ورځ تر بلې زياتيږي او حکومت دغو سيمو کې واک نه لري او له دې وروسته دوی نه شي کولای، چې بې وزلو کورنيو سره په اسانه مرسته او لاسنيوی وکړي.

سروې کې د اشرف غني په مشرۍ له نوي حکومته هيلې شوي، چې خيريه مؤسسې اويا سلنه خوشباوره شوي، چې ستونزې به يې د اشرف غني له لوري حل شي.

د «باګ» مؤسسې د عامه پوهاوي مسؤول فروزان مشال وايي: «سره له دې، چې اشرف غني او د هغه مېرمن رولا افغانستان کې د ښځو د ژوند د ژغورلو او خوندي کولو هوډ کړی، مګر د نوموړي پر خبرو هم سل په سلو کې باور بې ځايه خبره ده.»

«باګ» د برتانيا او ايرلينډ د دېرشو خيريه مؤسسو اتحاديه ده او مشهوره مؤسسې يې د عفوې نړيوالې ټولنه، افغان ايډ، د مسيحيت خيريه ټولنه «کريسچن ايډ»، ګلوبل ويټنس او داسې نور.

افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې عام خلک د بهرنيو مؤسسو فعاليتونو ته د شک په نظر ګوري او وايي، چې دغه ټولنې د مرستندويه مؤسسو په نوم د خلکو له جهل، فقر او بې سوادي څخه ګټه اخلي او د خپلو موخو لپاره يې کاروي.

د لويديځو مؤوسسو ضد ولسي خلک وايي، چې د لسګونو کلونو په تېريدو يو ځای کې هم د دغو ټولنو کومې ځانګړې لاسته راوړنې نه ويني او د بوديجې ډېری برخه يې د همدې مؤسسو د بهرنيو او لوړپوړو کورنيو کارکوونکو له خوا په لوکسو موټر او هوټلونو کې لګول کيږي او حساب يې د افغانستان ولس پسې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x