افغانستان

دسولي عالي شورای: په زابل کي دسولي هلي ځلي ګړندي شوی دي

peace_council_in_zabul_province(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۷)دافغانستان دسولي عالی شوراي ویلي دي په زابل ولایت کي به دولت له وسلوالو مخالیفینو سره دسولي پروسه ګړندي کړي.

په ورته وخت کي دزابل والي ویلي دي ولایتي اداري ددولت له مخالیفینو سره خبره پیل کړی دي چي ژر به درسنیو له لاري پخلاینه اعلان شي.

دسولي دعالي شورای ددفتر رئیس معصوم ستانکزی او ورسره پلاوي یی قاضي محمد امین وقاد نن دیوځنګړي سفر په ترڅ کي زابل ته ورسیدل.

پلاوي له ولایتي چارواکو قومي سپین ږرو سره له لیدنو وروسته رسنیو ته وویل دراتګ موخه یی دغه ولایت ته دسولي دپروسي ګړندي کیدل دي.

ستانګزي وویل په یو شمیر ولایتونو کي مو دسولي دپروسي کمیتي جوړي کړي دي اوپه دغه ولایت کي به یی هم ډیر ژر پرانیزو.

له بلي خوا دزابل والي محمد اشرف ناصري وایی دا اوس یی ددولت له مخالیفینو سره خبري رواني دي او ډیر ژر به دپخلایني راپور درسنیو له لاري اعلان شي.

دافغانستان دسولي عالي شورای په داسی وخت کي دزابل په ولایت کي دسولي دپروسي دګړندي توب خبری کوی چي ددولت وسلوالو مخالیفینو لا له وړاندي دغه غوښتنه در کړیده

وخت نیوز افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x