افغانستان

کاناډا خپلو اتباعو ته د افغانستان پرېښودو امر کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د کاناډا سفارت افغانستان کې د دغه هېواد له اوسيدونکو غوښتي، چې د افغانستان امنيتي حالات ډاډمن نه دي او ټول کاناډايي اتباع بايد افغانستان پرېږدي.

اعلاميه کې د هېواد او پلازمېنې کابل وروستيو ناامنيو ته په اشاره ويل شوي، چې امنيتي حالات ډېر ترينګلي دي او د بهرنيانو پر استوګنځايونو او مؤسسو بريدونه او چاودنې زياتې شوي او کاناډايي اتباع بايد له افغانستانه ووځي او د کومو کسانو چې پاتې کېدل حتمي وي، بايد په ډېر احتياط ژوند تېر کړي.

په دې وروستيو کې طالبانو د نورو ولايتونو سربېره پلازمېنه کابل کې خپل بريدونه او چاودنې زياتې کړي کړي او د چارواکو په وينا طالبان هره ورځ کابل کې لږ تر لږه يوه چاودنه کوي.

واشنګټن پوسټ په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې د پخوا په پرتله د هېواد د نورو سيمو په ګډون طالبانو پلازمېنه کابل کې خپلو بريدونو او چاودونو ته زور ورکړی دی.

واشنګټن پوسټ د افغان ژورناليست عصمت الله کوهسار له قوله ليکي: «دې ورځو کې کابل د جګړې لومړۍ کرښه ده او د تېرو دوو اوونيو په ترڅ کې طالبانو ديارلس لويې چاودنې کړي دي.»

د استقلال روغتون يو نرس حميدالله جان واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې د تېرو دوو اوونيو راهیسې هره ورځ کابل کې لږ تر لږه يوه چاودنه کيږي.

حميدالله زياتوي «زه چې هره ورځ له کوره وځم، نو دا ډاډ نه لرم، چې بېرته دې ژوندی راوګرځم او حالات ډېر وېروونکي دي.»

وروستي اټکلونه وايي، چې د طالبانو بريدونه او چاودنې دوه چنده زياتې شوي او د روان کال راهيسې يوازې کابل کې لږ تر لږه اتيا لويې چاودنې او بريدونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x