نړۍ

مکه مکرمه کې د اس د راکوزېدو ډنډورې اصليت څرګند شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د مسلمانانو سپيڅلي ښار مکې مکرمه ته منسوب يوه ويډيو په يوټيوب او ټولنيزو شبکو کې په ډېره چټکتيا خپريږي او يو شمېر ناپوهان يې ليدل د ايمان د خوږوالي نمونه بولي، مګر د دغه اس اصليت او حقيت تېره ورځ راڅرګند شو.

داسې اوازې او ډنډورې په ډېره چټکتيا خپريږي او څوک یې د ثبوت او اهميت په اړه د پوښتنې تکليف نه کوي.

په یوټيوب او ټولنيزو شبکو يوه ويډيو خپره شوې، چې توره شپه کې يو اس په هوا دی او خلکو په خپلو مبايل کامرو کې ثبت کړې هم ده او په ليدو يې د الله اکبر او سبحان الله نارې وهي.

سعودي رسنۍ وايي، چې لومړی خو دا پېښه داسې نه ده، چې څنګه خلکو ترې فهمولې او بله دا، چې دا پېښه مکه مکرمه کې نه، بلکې د سعودي جدې ښار کې رامنځته شوې ده.

د پېښې اصلي حقيقت داسې ښوول شوی، چې جده کې ډېر تېز باد را الوتکی و او د ماشومانو د لوبو خرڅولو يو دوکان مخته يو پلاستيکي اس په ګازي هوا ډک شوی پروت، چې د شپې د تېز باد له امله په هوا شو او د جدې يو شمېر ځوانانو د ليدو پر مهال ترې ويډيو وکړه او د الله اکبر او سبحان الله نارې یې وهلې او داسې فکر يې کاو، چې دا به له اسمانه کومه فرشته راکوزه شوي وي او ځانونه يې د دې اس په ليدو بختور بلل، مګر وروسته څرګنده شوه، چې دا پلاستيکي اس و، چې له هوا ډک شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mustafa

ستاسو سیاغړی مصطفی (رحمانی)

said abid

ka mehrabaney wokay che nun takey email add rata zama po ham dey email meaasge kay za so mataleeb laram che nasher ya kaly.manan

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x