نړۍ

د سوریې په جګړه کې تر اوسه ۲۰۰ زره کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د سوریې د بشري حقوقو د څار ادارې تیره ورځ وویل چې د سوریې د څلور کلنۍ جګړې د قربانیانو شمېر تر ۲۰۰ زره واوښت.

ددغه ادارې مشر رامي عبد الرحمن وویل چې ددوی دغه شمېری د کال 2011 د مارچ د میاشتي څخه پیل شوي، او تر اوسه یې ۲۰۲۳۵۴ کسان شمارلې، چې په جګړو او بمباریو کې وژل شوي دي.

نوموړی ویلي چې په جګړه کې د ښکیلو اړخونو څخه ۱۳۰ زره کسان وژل شوي، او د ۱۰۳۷۷ ماشومانو په ګډون د ملکي کسانو د مرګونو شمېر ۶۳۰۷۴ ته رسیدلی.

د وسلوالو په اړه دغه ادارې ویلي چې د سوریې د پخواني واکمن بشار الاسد د نظام ۴۴۲۳۷ فوځیان وژل شوي، او ۲۸۹۷۴ کسان د هغو ملیشو څخه مړه شوي، چې نظام د ځان څخه د دفاع په خاطر جوړي کړي، د شیعه ډلي حزب الله څخه ۶۲۴ کسان وژل شوي، او د نورو هیوادونو څخه ورغلي شیعه ګانو د مجموعې څخه ۲۳۸۸ کسان وژل شوي.

باید وویل شي چې د ایران او افغانستان څخه زیات شمېر شیعه ګان د جګړې لپاره سوریې ته تللي.

د المرصد السوري په وینا د نظام په خلاف د جنګېدونکو څخه ۳۷۳۲۴ د سوریې وسلوال، او ۲۲۶۲۴ د بهر څخه ورغلي وسلوال وژل شوي، په داسي حال کې چې ۳۰۱۱ داسي جسدونه موندل شوي، چې د هغوی اصلي هویت نه دی څرګند شوی.

پر دې سربیره د المرصد السوري مشر رامي عبد الرحمن وویل چې دا هغه کسان دي چې دوی خپل د څارونکو په مرسته شمېرلي دي، هغه سیمي چې د بشار الاسد د نظام او یا هم د اسلامي دولت له وجي دوی په کښي سم فعالیت نه شي کولای، د هغه سیمي زیات شمېر مړي نه دي شمارل شوي، او په همدې توګه ویل شوي چې ۳۰۰ زره کسان بندیان دي، چې په هغو کې د ۲۰ زرو کسانو هیڅ درک نسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x