افغانستان

دکندهار ولایتي ودانئ ترسخت برید لاندی راغله

kandahar_governor_house(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۷) کندهار: نن ماپښین د دوو بجو به شاوخوا کې دکندهار ولایت مقام اودملي امنیت وداني دطالبانو له لوري ترسخت برید لاندي راغي وسلوالو دکندهار ولایت مقام چي دکنداهار ولایت له مهم ترینو حکومتي ودانیو څخه یوه وداني ده له دوو خواوو څخه تراور لاندي راوسته، عیني شاهدان وایی وسلوال چي ولایت مقام ته څیرمه ودانیو ته پورته شوي ول اول یی دسیمي خلګو ته وویل چي له سیمي څخه پیښي سپکه کړي. او وروسته یو دم پرولایت مقام باندي دسپکو اودرندو وسلو ډزي پیل شوه، دکندهار ولایتي ویاند زلمي ایوبي خبري رسنیو ته وویل دولایت وداني له دوو خواوو( دشمال او لویدیځ) له لخوا څخه تربرید لاندي راغي نوموړي زیاته کړه مونږته خبررسیدلي دی چي په پیښه کي څه ملګري ټپیان شوی دي، خوتراوسه پوري دچا دمرګ خبر نده ورکول شوی.

خو دطالبانو داسلامی امارت ویاند یوسف احمدي دپیښي پړه په غاړه اخیستي ده اوزیاته یی کړه چي تراوسه پوري جنګ روان دي زمونږ مجاهدینو دښمن ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده، څرنګه چي تراوسه پوري سیمه کي جنګ دي،  نشو ویلای چي دښمن ته څومره مرګ ژوبله اوښتي ده، خو له بله لوري دمیرویس روغتون روغتیایی کارکونکو خبرورکړی دی چي تراوسه پوري روغتونه ۲۶ تنه ټپیان راوړل شوی دی،

په افغانستان کي نړیوالو ځواکونو خبرورکړی وو چي اسامه له وژني څخه وروسته به وسلوال په افغانستان کي خپلو بریدونه دوند کړي، خو دطالبانو ویاند بیا دغه برید ته ترکوم لوري پوري تړاو نه ده ورکړي او دایی دطالبانو داعلان شویو عملیاتو یوه برخه بللي ده.

که څه هم په دي وروستیو کي بهرنیو ځواکونو خبرورکړی وو، چي کندهارکي مو طالبان ځپلی اوسیمه کي نسبت پخواته امن دي، خو مونږ وینو کندهار چي دافغانستان دجنوب پلازمینه بلل کیږي دطالبانو له لوري دسختو جګړو شاهده ده، تیره میاشت طالبانو وکولای شول چي خپل ټول بندیان دیو اوږد او حیرانونکي تونل په واسطه له زندانه وباسي، او همدارګه داپریل په میاشت کی  دطالبانو له لوري په یوه فدایی برید کي دکندهار امنیه قومندان خان محمد ووژل شو، دفروري په میاشت کی هم ۱۵ تنه دملي امنیت کارکونکي او پولیس دطالبانو له لوري دیو برید په نتیجه کی وژل شوي وو، او همدارنګه دپولیسو په مرکزکي دیو امبولانس موټر چي دطالبانو له لوري جوړ شوی وو زیات شمیر پولیس ووژل.                                 

بخت الرحمن بخت…………………..نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x