دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کی (۹)

حجاب په احاديثو کی

حضرت ام سلمه رضی الله تعالی عنها وایی: چی زه اوحضرت میمونه رضی الله عنهادواړې دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم سره وو، چی ړوندصحابی ابن مکتوم رضی الله عنه دیوشی دضرورت لپاره ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی اوکله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ابن مکتوم (رض) ولیدی نوموږته ئې وویل چی په پرده کی ولاړی شی، ام سلمه (رض) وایی چی مادخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چی  یارسول الله ایادی ړوندنه دی؟ نونبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل چی ا یاتاسی هم ړندې یاست؟
(مشکوة عن ابوداؤد)

دزیدابن طلحه رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هردین یوخاص عادت اواخلاق لری اوداسلام عادت اواخلاق حیاء ده۔
(بیهقی اوتفسیر مظهری)
نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه ښځه ورب العالمین ته ډېره نژدې ده چی پخپل کورکی دننه وی، اوترمسجدچی پخپل غولی کی لمونځ کوی داورته غوره ده، ترغولی چی پخپل خونه کی لمونځ وکی داورته بهتره ده ، اوپه خونه کی چی یوښه پټ ځای لمونځ وکی داورته غوره ده۔

چی ددې حدیث شریف مطلب دادی چی څومره چی ښځه په حجاب کی وی داددې لپاره افضله ده، اوددې سلامتې هم پکښې نغښتې ده۔

په ترمذی شریف کی حضرت عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه دخوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخة روایت کوی:

ښځه پرده ده، اوکه ښځه دخپلې پردې (حجاب) څخه راووځی نوشیطان داښځه دخلکوپه نظرکی ښه ښکاره کوی۔ (مشکوة، ص 269)

چی ددې حدیث مبارک څخه دپه ښکاره معلومیږی چی ښځه بایدپرده وکی، اوددې ټول ارزښت په حجاب کی دی، اوکه دابې حجابه راووځی نوداچی په هره بڼه سره وی شیطان هغه ښځه وخلکوته ښه ښکاره کوی، اوخلک ودې ته هڅوی چی پسې وګوری، اودنارینه ووشهوانی څپې په ښورراولی، چی دادفسادسرچینه ده۔

داسلام دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمان دی:

کله چی یوه ښځه پنځه وخته لمونځ وکی، روژه ونیسی، دخپل شرم اوابروحفاظت وکی، اودمېړه فرمانبردارې وکی نوورورسته چی دادجنت دهرې دروازې څخه ننوزی نودادې داخله شی۔ (مکاشفة القلوب ص 616)

دښځې لپاره کوم عمل غوره دی؟

دحضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چی زه یوه ورځ دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کی حاضرشوم نونبی کریم صلی الله علیه وسلم دصحابه کراموڅخه پوښتنه وکړل:

ای شیء خيرللمراة؟

کوم شی دښځې لپاره غوره دی؟

صحابه کرام ټوله خاموشه شول اوونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ئې هیڅ ځواب ورنکړ، اوکله چی زه(حضرت علی کرم الله وجهه وایی) وکورته راغلم اودحضرت فاطمې رضی الله عنهاڅخه می پوښتنه وکړل نوهغې راته وویل:

لايرين الرجال ولايرونهن

دښځولپاره غوره اوافضله کاردادی چی دوی نارینه نه ووینی اونارینه دوی نه ووینی۔

له دې څخه وروسته ماداځواب ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ووایه، نوده راته وویل چی:

صدقت انهابضعة منی

دې درست درته ویلی دی، اودازمادزړه ټوټه ده۔

(بحواله، دارقطنی واحیاء تفسیرمعارف القران)

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x