شعـــــرونه

د غزاوو وزرونه‎

لیکوال: حمدالله حلمیار

چي کله را خواره شي د غزاوو وزرونـــــــــه
له چم نه به ټــــــولیږي دبلاوو وزرونـــــــه

د تورو شپو وزرې ستورو ویشتې  په نیــزو دي
سهار شو اوس غوړیږي د رڼاوو وزرونــــــــه

حسین د استشهاد پر براق سپور دی را روان دی
یزیده! ټولــــوه له کربــــــــــــلاوو وزرونه

غازيان د معرکې میدان ته ګډ شول هسکه غاړه
پر سر یي وو اخیستي د دعــــاوو وزرونـــــه

د جنګ زاغان به تښتي حلمیاره! کړي به ستړي
د سولې توتکۍ  مو په نڅــــاوو وزرونــــــــه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x