fbpx

په څو کرښو کې لوی مفاهیم – ۴

لیکوال: حامد افغان

(1) لارې پاکې لرئ

ابوبرزه الاسلمي رضي الله عنه وایي: ما رسول الله صلي الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله! داسي کار راوښیه چې په کولو یې جنت ته داخل شم، او یا داسي کار چې ګټه ورنه واخلم، هغه وویل: د مسلمانانو له لاري ضرري شیان لرې کوه. عَنْ أَبِي بَرْزَةَ الْأَسْلَمِيِّ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يُدْخِلُنِي الْجَنَّةَ أَوْ أَنْتَفِعُ بِهِ قَالَ اعْزِلْ الْأَذَى عَنْ طَرِيقِ الْمُسْلِمِينَ. رواه احمد وابن ماجه.

مطلب دا شو چې د مسلمانانو لارې پاکې لرئ او همدا دومره لوی د ثواب کار دی چې جنت ته مو رسولی شي، په حدیث کې (الاذی) راغلی ده چې هر ضرري شي ته وایي. له حدیث نه دا هم معلومولی شو چې د مسلمانانو په لاره کې ضرري شیان او هر ډول خنډونه اچول ناروا او حرام کار دی.

(2)رښتینې ملګرتیا

له هوښیار نه پوښتنه وشوه چې رښتینې ملګرتیا څنګه وي؟ ده ورته وویل: لکه لاس او سترګې، کله چې سترګې وژاړي لاس یې اوښکې ور پاکې کړي او که په لاس درد شي سترګې اوښکې پرې تويوي.

(3) خوږې خبرې

ماشوم ته داسي مه وایه: لمونځ وکړه! ورته وا: راځه زه او ته یو ځای لمانځه ته ولاړ شو نو په جنت کې به هم سره یو ځای یو، ماشومې ته وا: له مور سره دي چې یو ځای په لمانځه ولاړه یې په جنت کې به یې هم ملګرې یې .
پام مو وي خوږې خبرې هیڅکله بې اغیزې نه وي.

(4) دری کلمات

له دریو کلماتو ځان وژغوره ! ځکه په دې دریو کلماتو ابلیس، فرعون او قارون ازمویل شوې وو.

( زه )
شیطان ته امر وشو چې ادم علیه السلام ته سجده وکړه هغه وویل : ( زه له هغه نه غوره یم ) .

( زما )
داخبره فرعون کړې وه:( د مصر واک زما په لاس کې ده ).

( زما سره )
داخبر قارون کړې وه چې:ما ته دنیا په هغه علم سره راکړل شوې ده چې زه یې لرم .

بلکي همدا خبري په دې ډول وکړه :

(زه ) ګناه ګار اوخطاکار انسان یم اوپه دي اعتراف کوم .
(زما) جرمونه او خطاګانې خورا زیاتې دي زه ډیر بي وسه او لږ ځواکه یم.
خدایه ( زما سره ) چې څومره د ګناهونو پیټي دي هغه ټول راته وبښه اوزما پټ اوښکاره ټول ګناهونه ر ا وبښه .

(5) له مرګ وروسته:

څوک چې ستا په مرسته ګذاره کوي،
څوک چې تا لمانځه ته پورته کول،
څوک دي تل په ورین تندي او موسکا استقبال کړې وي،
چا ته چې هر وخت ښې مشورې ورکوې،
څوک دي علم او پوهې ترلاسه کولو ته تیار کړې دي،
د چا فکر دي روڼ کړی ده،
چا ته دي د ژوند سمه لاره ښوولې ده.

دا ټول به دې له مرګ وروسته یادوي او دعا به درته کوي، په ژوند کې خامخا ښه اغیز پرېږده.

(6) کیسه ګۍ

د لوبو د دکان مخته یې د لوبو د څارويو بالونونه پړسولي او په تار تړلي وو، او هوا به د دکان په مخکي پورته لوړ تم کړي وو، بله ورځ په دې ښار توندو بادونو را مخه کړه د دې دکان له بالوني پړسېدلو څارويو نه یې د آس تار پرېکړ او هوا ته یې پورته کړ.

باد د آس بالون د دې ښار څنګلوري ښار اسمان ته ورساوه د هغه ښار د تقدس او سپېڅلتيا په حقیقت نه پوهېدونوکو سادګانو یې ويډيوګانې ډکې کړې او په خواله رسنیو کې یې د هغه ښار د “کرامت ” په عنوان وشیندلې. دا یې هم د مکې په اسمان کې د اسانو ‫#‏کیسه_ګۍ‬.

(7) غږ مه لوړوه

د خبرو پر مهال غږ مه لوړوه، ښکلې جملې او ښایسته توري غوره کړه، ځکه باران ګلان شنه کوي تالنده او برېښنا ګلان نه زرغونوي.

(8) دشاتو څاڅکی

کیسه کا چې یوه ميږي پر ځمکه د شاتو یو څاڅکی ولید، یو څه یې ورنه وڅښه او روان شو له ځانه سره یې وویل: دومره خوږ شی باید یوڅه نور هم وڅښم، نور یې هم وڅښه. اخیر د شاتو خوږلښت دې ته مجبور کړ چې دشاتو څاڅکي ته ور ننوت.

ميږي ډیر شات وڅښل کله یې چې د وتلو اراده وکړه ویې نکړی شوی ووځي، ډیرې هڅې یې وکړې خو ګټه یې نه لرله، اخیر د شاتو په څاڅکي کې مړ شو.

هوښیاران وایې دنیا د شاتو غټ څاڅکی ده، که یو څوک د اړتیا په اندازه ګټه ور نه اخلي سلامت او په عافیت کې به وي او که منځته ور ننوځي هلاکت او بربادي به یې په برخه وي. نسئل الله السلامة.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د