
يمن: د ايراني سفير په استوګنځای کې چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): يمني رسنۍ وايي، چې د يمن پلازمېنه صعناء کې د ايراني سفير په استوګنځای کې يوې درنې چاودنې لږ تر لږه اوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د يمني چارواکي له قوله د ايران نوي سفير حسن سيد نام دوه ورځې وړاندې د يمن بهرنيو چارو وزارت ته خپل اسناد وړاندې کړي وو.
چاودنه د صنعاء په ډيپلوماتيکه سيمه کې شوې او د ايراني سفير د کور ديوالونه او د کور يوه برخه یې نړيولې ده.
د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير امير عبدالهيان ويلي، چې ياده چاودنه کې ايراني ديپلوماتانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او يوازې د سفير د استوګنځای ديوالونه او د کور يوه برخه يې نړولې ده.
د پېښې له ځايه د الجزيرې خبريال وايي، چې د ايراني سفير حسن سيد نام پر کور چاودنې د مادي زيان سربېره ځاني زيان هم اړولی دی او د پېښې ځای ته امبولانسونه او مرستندويه ټولنې راغلي او د پېښې قربانيان يې روغتونونو ته رسولي دي.
الاناضول خبري اژانس د لومړنيو راپورونو له مخې ليکلي، چې ياده چاودنه کې لږ تر لږه يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
صنعاء کې د الجزيرې خبريال سعيد ثابت وايي، چې چاودنه نن سهار نهه بجې وشوه او د ايران سفير هره ورځ دغه مهال له خپل کوره دفتر ته ځي.
ثابت زياتوي، چې چاودنې د سفير کور ته زيان اړولی او شاوخوا کورونه يې هم زيانمن کړي دي.
رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې مرستندويه ډلې اوس هم لګيا دي د پېښې ځای کې بند پاتې قربانيان راوباسي او سيمه کې حالات ډېرينګلي دي.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې، ايران پلوو شيعه «حوثي» وسله والو د پلازمېنې صنعاء په ګډون د يمن ډېرې سيمې نيولي دي.
تېره مياشت هم يمن کې يو ايرانی د ناڅرګندو وسله والو له خوا ترور شوی و او له هغهې مخکې يو بل ايرانی ديپلومات نور احمد نيکبخت هم نا څرګندو وسله والو تښتولی اوتر اوسه ورک دی.