زابل: د بهرنیانو یو ټانک تخریب او یو سرتیری يي وژل شوی دی
نن ټکی آسیا: ایساف نن اعلان وکړ چي ددوی یو تن بهرنی عسکر تیره ورځ د سړک د غاړي ماین په چاودنه کي ووژل شو.
د ایساف مطبوعاتي دفتر رسینو ته ویلي چي پيښه تیره مازیګر د زابل ولایت د کلات ښار د سپيني غبرګي په سیمه کي را منځ ته شوي ده، نومړي سرچیني زیاته کړې چي دوی په دغه سیمه کي په ګزمه بوخت وه، کله چي د چاودني ښکار شول.
د ایساف په وینا دغه چاودنه کي یو بهرنۍ سرتیری وژل شوی، او یو ټانګ يي هم زیانمن شوی دی، خو ایساف دا نه ده څرګنده کړې چي وژل شوی عسکر د کوم هیواد تابعیت درلود، خو د زابل په ولایت کي دا وخت امریکايي او رومانیايي ځواکونه میشت دي.
د سپيني غبرګي د سیمي څخه یو عیني شاهد رسینو ته ویلي چي چاودنه ډیره زوره وره وه، چي له امله يې د بهرنیو سرتيرو ټانک پر بل مخ اړولی دی.
ویل کيږي چي درې ورځي وړاندی هم په دغې سیمه کي چاودني درې بهرني سرتيري ژوبل کړي وه.