افغانستان

د فاسدو هېوادونو په لړ کې افغانستان څلورم لمبر شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د ټرانسپيرنسي انټرنېشنل «د رڼوالي نړيوالې» ادارې له خوا د خپور شوي کلني ليست له مخې افغانستان د نړۍ په کچه په اداري فساد کې څلوم مقام کې راغلی دی.

د روڼوالي نړيوالې ادارې د کلنۍ سروې له مخې افغانستان په اداري فساد کې د ۱۷۵ هېوادونو له ډلې څلورم مقام ګټلی دی.

د روڼوالي نړيوالې ادارې له خوا په ترسره شوې سروې کې سومال اول، شمالي کوريا دوهم، سوډان درېيم او افغانستان څلوم مقام کې راغلي دي.

په دغې کلنۍ سروې کې سومال او شمالي کوريا اته اته نومورې اخيستي، سوډان درېيم لمبر دی، چې ۱۱ نومرې يې اخيستې دي او افغانستان ۱۲ نومرې اخيستي او څلولرم مقام کې راغلی دی.

د روڼوالي د ادارې د قانون له مخې، چې کوم هېواد څومره ډېرې نومرې واخلي، دغه هېواد کې د اداري فساد کچه کمه وي.

د نوموړې ادارې په کلنې راپور کې ډنمارک، نيوزيلينډ او فنلينډ يو بل پسې اول دوهم او درېيم هېوادونه دي، چې له فساده پاک ښوول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x