
سومال کې د ملګرو ملتونو پر کاروان سرتېری برید شوی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د سومال امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه هېواد پلازمېنه مقديشيو کې د ملګرو ملتونو پر کاروان سرتېري بريد ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښې د ماهيت او د قربانيانو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
راپورونه وايي، چې د پېښې ځای ته څېرمه د برتانيا او ايټاليا سفارتونه هم نژدې دي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی، مګر دا ډول بريدونه القاعده پورې تړلې «الشباب » جهادي ډله کوي